ځایی

بدخشان کې د طالبانو پر کاروان چاودنه مرګ ژوبله لري

د بدخشان اوسېدونکي وايي، د فیض اباد ښار له چاودنې وروسته پوځي بڼه غوره کړې

د بدخشان اوسېدونکو ویلي، چې د طالبانو پر پوځي کاروان له برید وروسته په فیض اباد ښار کې نا اعلان شوی پوځي وضعیت واکمن شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

په بدخشان کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو په فیض اباد ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او ان د چاودنې له ځای څخه یې د عکسونو او ویډیوګانو اخیستلو مخه هم نیولې ده.

طالبانو د چاودنې ځای کلابند کړی

د فيض اباد يوه اوسېدونکي وويل، چې وسله والو طالبانو د چاودنې ځاى کلابند کړى او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلو کورونو ووځي.

له بدخشانه سرچینو رسنیو ته د طالبانو د یوه پوځي رینجر موټر انځورونه استولي چې ویل کېږي په چاودنه کې ویجاړ شوی.

ويل کيږي چې په موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي هغه وخت وچاوديدل چې د وسله والو طالبانو پوځي کاروان د تېرېدو په حال کې و .

نور ولولئ: د بدخشان چاودنې ۱۱ ووژل، لسګونه يې ټپیان کړل

نور ولولئ: د طالبانو حکومت وايي هغه سرتېري محکمې ته معرفي کوي چې بدخشان کې یې پر خلکو ډزې کړې

د ځايي خلکو په خبره، چاودنه د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د جوزګون پله سیمه کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت پر ځواکونو شوې ده.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مشوولیت پر غاړه نه ده اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ويلي دي.

پر طالبانو د داعش ډلې بریدونه

پر طالبانو داعش ډله تر ټولو سخت بریدونه کوي. دغې ډلې د طالبانو د بلخ والي، په بدخشان کې ددې ډلې مرستیال والي، په کندهار کې پر کابل بانک وروستی برید او د طالبانو اړوند پر ملایانو یې بریدونه وکړي او له منځه وړي دي.

خو طالبانو ددې ډلې پر وړاندې هم کوټلي ګامونه اخیستي دي او دغه ډله یې له منځه وړي ده.

طالبانو بار، بار ویلي دي چې دوی په افغانستان کې د داعش ډلې رېښې ویستلي دي او د ځان لپاره جلب او جذب هم نه شي کولی.

نن بیا د دفاع وزارت ویاند هم ویلي چې داعش په پاکستان کې روزل کېږي او بیا د بریدونو لپاره افغان خاورې ته راځي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سپرست وزیر امیرخان متقي د هېوادونو د نوم نه ښودلو پرته ویلي وو چې درې هېوادونه د طالبانو پرضد داعش په تجهیز او پیاوړي کولو کې لاس لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button