کورني خبرونه

د طالبانو حکومت وايي هغه سرتېري محکمې ته معرفي کوي چې بدخشان کې یې پر خلکو ډزې کړې

د بدخشان په مظاهرو کې پر خلکو ‌‌ډزې کوونکي طالب سرتېري به د خلکو په غوښتنه محاکمه شي

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي، د ځواکونو هغه غړي یې محکمې ته معرفي کوي، چې د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پر سر د شخړې پر مهال یې په ځايي خلکو ډزې کړې دي.

د طالبانو حکومت د دغو ولسوالیو سپین ږیرو او مخولو سره خبرو کې دا هم منلې چې دغو ولسوالیو ته د کوکنارو فصلونو اړولو لپاره تللی ځواک به بدلوي او پر ځای به یې نور کسان ور واستوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، ځايي اوسېدونکو هم دې ته غاړه ایښې چې د کوکنارو د کرل شویو فصلونو د لمنځه وړلو مخالفت به نه کوي.

ځايي خلک د هغو خلکو د محاکمې غوښتنه لري، چې پر دوی یې ډزې کړې دي

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته ویلي، ځايي خلکو غوښتل “هغه کسان دې محاکمه شي چې پر موږ یې ډزې کړې، او د وژل شویو کسانو موضوع په اړه دې شرعي محکمه کې پرېکړه وشي. دا غوښتنه یې کاملآ پر ځای وه – هغه کسان محکمې ته معرفي کوو چې ډزې یې کړې.”

نوموړی زیاتوي چې په دغو ولسوالیو کې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاین روان دی او “وضعیت اوس کاملآ نورمال دی.”

نور ولولئ: طالبان: د بامیانو لس پخواني چارواکي دې ونیول شي

نور ولولئ: سیګار: واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې

ښاغلي قانع دا رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې له بدخشان وروسته بغلان کې د دوی حکومت خلاف لاریون شوی دی.

4 (1)
بدخشان کې د طالبانو پرضد لاریون

نوموړي وویل، بغلان کې څو اوونۍ مخکې د دې لپاره یو ‘سطحي لاریون’ شوی و، چې سیلابونو کې د خلکو کورونو ته زیان اوښتی و او دوی ویل چې حکومت دې ورته پام وکړي “بیا چارواکي ورغلل او ستونزه حل شوه.”

څو ورځې مخکې د بدخشان درایم کې ځايي اوسېدونکو تر هغې وروسته د طالبانو حکومت خلاف په احتجاج لاس پورې کړ چې د کوکنارو کروندو اړولو لپاره د ورغلو ځواکونو او ځايي کروندګرو ترمنځ شخړه کې یو کروندګر ووژل شو.

د ارګو په لاریونونو کې هم یو کس وژل شوی

تر دې یوه ورځ وروسته ګاونډۍ ارګو لسوالۍ کې هم خلکو لاریون وکړ چې هغه هم په تاوتریخوالي واوښت او یو بل کس هم پکې ووژل شو.

تر دغو پېښو وروسته د طالبانو لومړي وزیر یوه پلاوي ته چې مشري د دوی د ملي دفاع وزارت لوی درستيز فصيح الدين فطرت کوله، دنده وسپارله چې د پېښو هر اړخيزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور رياست الوزرا ته وړاندې کړي.

هممهاله د ښاغلي فطرت یوه غږیز پیغام خپور شوی و چې نوموړي پکې ویلي وو، طالبان د کوکنارو کروندو په اړولو کې جدي دي.

هغه دغه پیغام کې ځايي سپین ږېرو او خلکو ته په نسبتآ تونده ژبه ویلي و، چې په بې ځایه مخالفت سره دې د نوموړي په وینا د بدخشان وضعیت نه ناامنه کوي او حکومت دې نه اړباسي چې دغو ولسوالیو ته اضافي پوځي قطعات ور واستوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button