بدخشان کې د لوېدلي الوتکې په اړه تازه جزیات
بدخشان کې لوېدلي الوتکه روسۍ ده چې څلور تنه یې ژغول شوي او دوه نور مړه دي
په بدخشان ولایت کې د یوې روسۍ الوتکې تر نسکورېدو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې څلور سپرلۍ یې ژوندي موندلي او دوه تنه یې مړه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېر ماښام د جنورۍ ۲۱مه اعلان وکړ هغه روسي الوتکه یې موندلې چې په بدخشان ولایت کې غورځېدلې وه.
د یادې الوتکې په اړه د طالبانو معلومات
د دغه وزارت د بیان له مخې دا پېښه د بدخشان په کوف اب کې له مرکز فیض اباد شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې شوې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د الوتکې د پیلوټ په ګډون څلور تنه ژغورل شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د ولایت د مقام د دفتر رییس خان محمد حاجي اسد هم په یوه پيغام کې په دې اړه جزییات ورکړي.
نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه
نور ولولئ: نن به په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ پرانیستل شي
نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات
هغه وویل: “طیاره په کوفاب ولسوالۍ کې لوېدلې ده. شپږ کسان پهکې وو. دوه تنه یې مړه دي او څلور يې ژوندي دي. اوس ساحه د طالب ځواکونو په کنټرول کې ده. طالب مجاهدین دې هلته نور نه ګرځي.”
د روسیې د هوايي چلند ادارې چارواکو خبر ورکړی چې په دغه چارټر الوتکه کې دوه مسافر او څلور عمله سپاره وو.
الوتکې چېرته ناسته کړي وه؟
دا الوتکه د تایلنډ له پټایا څخه مسکو ته تلله او ټاکل شوې وه چې روسیې ته له رسېدو مخکې په هند او ازبکستان کې ودرېږي.
الوتکې تر پېښې او له راداره تر ورکېدو مخکې په هند کې تېل اچولي وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تاس خبري اژانس ته ویلي چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت د پېښې په اړه له طالب چارواکو سره له نږدې تماس لري.
هغې زياته کړه چې د افغانستان د اوسنيو واکمنانو له خوا د مسافرو د لټون او ژغورنې د عملياتو له پيل څخه هرکلی کوي.
د روسیې د هوايي چلند د ادارې د چارواکو د اعلان له مخې دغه خصوصي الوتکه په ۱۹۷۸ کال کې په فرانسه کې جوړه شوې وه او اوس د ناروغانو د لېږدولو لپاره د امبولانس الوتکې په توګه کارېده.
د روسیې ‘آر آی اې’ خبري اژانس د تایلنډ د اوتاپاو په هوايي ډګر کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې په الوتکه کې یوه روسۍ جوړه مسافر وه او د ښځې روغتیايي وضعیت نازک و، نو خاوند یې پرېکړه وکړه چې د هوايي امبولانس له لارې یې مسکو ته ولېږدوي.