افغانستانسیمه

برتانوي شارژدافيئر له امیر خان متقي سره لیدلي

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت شازدافر د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر روبیرت ډیکسن، چې له دوحې خپلې چارې تر سره کوي، کابل ته تللی او د طالبانو حکومت کې یې د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر ملا امیر خان متقي سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیان کې راغلي، چې په دې کتنه کې امیر خان متقي غوښتنه کړې،چې بریتانیا دې د افغانستان واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د طالبانو له حکومت سره دې تعامل وکړي.

خو د بریتانیا سفارت او په خپله ښاغلي ډیکسن ددې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

تمه کېږي چې طالب استازي د ملګرو ملتونو غونډې ته وبلل شي

له بلې خوا د طالبانو حکومت کې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال دفتر ویلي ملګري ملتونه به طالب استازي هغې غونډې ته وربولي ،چې ټاکل شوې د روان کال تر پایه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شي.

د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د سیاسي څانګې مسؤول سکاټ سمېت د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال د دفتر له مشر مولوي ذاکر سره خبرو کې ویلي دا غونډه به د دوحې د غونډې په څېر وي.

نور ولولئ: کابل ته د هندي پلاوي لومړی سفر؛ امیرخان متقي له‌دې پلاوي سره کتلي

د دوحې غونډه شاوخوا دوې میاشتې وړاندې جوړه شوې وه او د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو سرمنشي په کې برخه لرله.

یوناما لا د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

له نړیوالو د طالبانو د رسمیت تمه

طالبان له نړیوالو تمه لري چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ چې تر اوسه د پخواني جمهوریت په نوم د هغه وخت له نماینده سره ده، د دوی استازي ته ورکړي، خو ملګرو ملتونو تر اوسه نه یوازې دا چوکۍ نه ده ورکړي بلکې طالبان هغو نړیوالو کنفرانسونو ته هم نه بلل کېږي چې د افغانستان په اړه په کې بحثونه کېږي.

نړیوال وايي چې طالبان باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او له افغانانو مشروعیت واخلي، خو طالبان نه تر اوسه د خپل نظام تعریف لري، نه یې اساسي قانون جوړ کړي او نه د ټولګډونه حکومت جوړېدو ته زړه ښه کوي. شننونکي وايي چې طالبانو د نړیوالو شرایط نه دي پوره کړي خو بیا هم مشروعیت او رسمیت غواړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button