کورني خبرونه

برتانيا د افغانستان سره د ۷۵ ميليونو پاونډو بیړنۍ مرستې ژمنه وکړه

برتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونو پاونډو مرستې ژمنه وکړه  د برتانيا د خارجه وزيرې لېز ټروس له افغانستان سره د ۷۵ میليونه بېړنۍ مرستی  ژمنه کړی  چې د خوړو او   روغتیايي خدمتونو او همدا رنګه

 د سرپناه په خدماتو به ولګول شی.

ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نورو باوري مرستندويانو له لوری ولګول شي. د برتانيا حکومت دغه ژمنه په داسې مهال  کې کړې چې تېره ورځ د دغه هېواد په لېورپل ښار کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو   جي ۷  غونډه  کې د برتانيا د خارجه  وزيرې د سيمه ييزې نا امنی اقتصادی او بشري ناورین  د ګواښونو مخنيوي لپاره د پراخې مرستی  غوښتنه وکړه. ښاغلی وزيری ویلی چی برتانيا روان ژمی له افغانستان سره حیاتی    بشري مرستې کوي  دا اعلان شوې مرستې به  د افغانستان وګړو  ژوند وژغوري.

نور یی ولوله | له هند څخه لومړنۍ الوتکه کابل ته ورسېده

د ښځو او نجونو حفاظت  به وکړي او په سيمه کې د امنیت  سره به مرسته وکړي موږ هوډ لرو چې د افغانستان د وګړو  لپاره هرڅه چې کولی شو هغه وکړو. د برتانيا دا مرسته د هغه ۲۸۶ ميليونه پونډو مرستې يوه برخه ده چې سږ کال يې افغانستان ته د ورکولو ژمنه کړې دا مرستې به د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي قربانيانو لپاره د ملاتړ چمتو کولو او د کوچنیانو  د خونديتوب لپاره ورکول کیږی د برتانيا د خارجه  وزارت په خبرپاڼه کې په دې خبره  ټينګار شوی چې هېڅ  یوه مرسته  به مستقيما د طالبانو له لوری  نه ورکول کېږي.

تېره ورځ د افغانستان په تړاو يوه غونډه کې اوو سترو صنعتي هېوادونو   جی ۷ د خارجه  وزيرانو په دې هېواد کې د مخ په زياتېدونکي ناورین د مخنيوي لپاره په همغږۍ خبرې وکړې. ويل کېږی د خارجه وزيران له طالبانو سره د خبرو پر څرنګوالي هم خبری کړی .

د افغانستان اقتصادی  او بشری کړکیچ  له امله  لوږی  او بی کارۍ  زیاته شوی او وګړی خورا اندیښمن دی د ژمی را رسیدو سره وګړی د خوړو ،سون توکو   ته اړتیا لری سره لدی چی د خوړو  او سون توکو  بیی لوړی شوی وګړی  نشی کولای چی خپلی اړتیاوی پوره کړی .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button