ژوندنړیوال خبرونه

بریتانیا په هوټلونو کې میشت کډوال پخوانیو پوځي مرکزونو ته لیږدوي

بریتانیا حکومت د دې هېواد هغو افغان کډوالو لپاره د دايمی مېشت ځایونو چمتو کولو یوه طرح جوړه کړې ده. د نوې حکومتي طرحې له مخې باید د دې هېواد په هوټلونو کې پاتې افغان کډوال نور دا ځایونه پرېږدي

د کډوالو لپاره د مېشت ځایونو په توګه پخواني پوځي مرکزونه او کښتۍ هم په پام کې نیول شوې دي. بریتانوي چارواکي وايي چې په هوټلونو کې له مېشتو افغان کډوالو به د لیکونو له لارې وغوښتل شي چې نور له دې ځایونو ووځي.

بل لور د دې هېواد اپوزېسیون ګوندونه او د کډوالو حقونو فعالان وايي:”حکومت د کډوالو کورنیو لپاره د مناسبو مېشت ځایونو له هېڅ ډول تضمین پرته له هغوی غواړي چې هوټلونه پرېږدي.”

په ورته مهال د پخوانیو پوځیانو چارو په برخه کې د بریتانیا دفاع وزارت مرستیال جاني مرسر د خپل هېواد پارلمان ته ویلي چې له دې وروسته چې له افغانستانه څوک د دولتي پروګرامونو په لړ کې راځي، په هوټلونو کې به استوګنځایونه نه ورکول کېږی.

ښاغلي مرسر د بریتانیا پارلمان غړو ته وویل:”د نوې طرحې مانا دا ده، چې په هوټلونو کې مېشت کډوال که لومړنی وړاندیز شوی مېشت ځای ردوي، له دویم وړاندیزه به بې برخې شي.”

دا طرح د هغو افغانانو لپاره ده، چې په دې هېواد کې له سره د مېشت کېدو حکومتي پروګرام له مخې دغه هېواد ته راوستل شوي دي

په دې کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې مخکې یې په افغانستان کې له بریتانوي حکومتي موسساتو او بریتانوي پوځ سره دندې درلودې.

ښاغلي مرسر بریتانوي پارلمان ته وویل: ”له افغانستانه ایستل شویو زرګونو کسانو ته په بریتانیا کې په هوټلونو کې مېشت ځایونه ورکړل شول او په پام کې وه چې دوی به په دې هوټلونو کې دايمي نه اوسي.”

نوموړی زیاتوي:”د بیا مېشت کېدو دوو پروګرامونو له مخې ۲۴۵۰۰ افغانان په بریتانیا کې دي چې نژدې اته زره یې لا هم په هوټلونو کې اوسي او لږ تر لږه نیمايي یې ماشومان دي، چې هره ورځ یې لګښت یو میلیون پاونډو ته رسېږي.”

نور ولولئ: يو شمېر خلک وايي چې سياحتي شرکتونو ترې بهر ته د تګ په پلمه‎ پیسې تښتولي

بریتانوي چارواکي وايي چې د هغو کډوالو یو، پنځمه برخه افغانان دي چې په هوټلونو کې ژوند کوي. جاني مرسر زیاته کړه: ”تر اوږدې مودې پورې د هوټلونو استوګنې له کبله ځینې افغانان نه دي توانېدلي چې په ټولنه کې شامل شي، د ځان لپاره کار، روزګار ومومي او له همدې کبله په دوی کې یو ډول بې اطمیناني راټوکېدلې.”

د کډوالو حقونو ځینې فعالان بیا له دې حکومتي طرحې سره مخالفت کوي او په دې نظر دي چې د کډوالو لپاره نوې طرح چې له مخکې یې ټروما یا ناوړه رواني وضعیت تجربه کړی، د ګډوډۍ او اضطراب لامل کېدای شي او داسې هم کېدای شي چې افغانان د بې کورۍ له خطر سره مخامخ کړي.

د یادونې ده چې بریتانیا حکومت له افغانستانه د خپلو پوځونو له ایستلو وروسته ژمنه کړې، چې ۲۰ زره افغان کډوالو ته به په دې هېواد کې له سره د مېشت کېدو فرصت برابروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button