لوبې

برینډن مکولم هم د انګلستان ټیسټ لوبډلې روزنې ته پیاوړی نوماند دی

د نیوزیلینډ پخوانی لوبډلمشر برینډن مکولم د ګیري کرسټن او کالنګ ووډ ترڅنګ د انګلستان لوبډلې د ټیسټ روزونکي لپاره پیاوړی نوماند بلل کیږي.

د انګلستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د نیوزیلینډ پخوانی لوبډلمشر برینډن مکولم د انګلستان د ټیسټ روزونکي په توګه دنده ترسره کولی شي ځکه چې هغه د دې پوسټ لپاره پیاوړی نوماند ګڼل کیږي.

د فبرورۍ په میاشت کې د ایشیز په سیالیو کې د انګلستان له شرمونکې ماتې وروسته کریس سلور ووډ استعفا وکړه، چې له هغه وروسته پاول کالنګ ووډ د روزونکي په توګه وټاکل شو.

نور یی ولوله | راشد خان په شل اوریزه لوبو کې ستره کارنامه وکړه

خو له هغې وروسته انګلستان کرکټ بورډ وویل چې موږ د محدوده اورونو او ټیسټ کرکټ ته بېلابېل روزونکي نیسو، چې اوس راپورونه وایي چې د انګلستان ټیسټ روزونکي په توګه برینډن مکولم هیله څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې برینډن مکولم په خپل ټیسټ کرکټ کې ۱۰۱ ټېسټ لوبې ترسره کړي چې پکې یې ۶۴۵۳ منډې جوړې کړې دي. هغه خپله وروستۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ د اسټرالیا خلاف وکړه، چې په ۵۴ توپونو یې چټکه سلیزه هم پکې ووهله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button