لوبې

راشد خان په شل اوریزه لوبو کې ستره کارنامه وکړه

د افغان کرکټ ستوري لوبغاړي راشد خان په شل اوریزه کرکټ کې یوه بله کارنامه هم وکړه، هغه درېیمه لوبغاړی شو چې په شل اوریزه کرکټ کې ۴۵۰ ویکټې پوره کوي.

راشد خان نن په آی پي ایل کې د ګجرات ټایټنس په استازیتوب د لکنو سوپر جاینټس پر وړاندې په ۳.۵ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او څلور ویکټې یې ترلاسه نه کړې، چې په دې سره هغه په شل اوریزه کرکټ ۴۵۰ ویکټې پوره کړې.

له راشد خان وړاندې دغه کارنامه ویسټ انډیزي ډیوین براوو او سویلي افریقایي کرکټر عمران طاهر ترسره کړې او راشد خان درېیم لوبغاړی شو چې دغه ویاړ ترلاسه کوي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په هکله د خوړو نړۍوال پروګرام راپور

ډوین براوو تر دا مهاله ۵۳۱ لوبې ترسره کړي، چې په دې لوبو کې یې ۵۸۷ ویکټې اخیستي او د زیاتو ویکټو اخیستلو ریکارډ له ځان سره لري. ورپسې عمران طاهر دی چې په ۳۵۶ لوبو کې یې ۴۵۱ ویکټې ترلاسه کړي.

راشد خان بیا په ۳۲۳ شل اوریزو لوبو کې ۴۵۰ ویکټې اخیستي دي او درېیم مقام ته ورسېده، که چېرته راشد خان یوه بله ویکټ ترلاسه کړي نو د عمران طاهر ریکارډ به هم مات کړي.

په شل اوریزه لوبو کې د راشد خان تر ټولو ښه توپ اچونه د ۱۷ منډو په بدل کې د ۶ لوبغاړو سوځول دي. باید یادونه وشي چې راشد خان په سږني آی پي ایل سیالیو کې د خپلو ویکټو شمېر هم ۱۵ ته لوړ کړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button