نړیوال خبرونه

بریټانیا پارلمان: افغان ژباړونکي او پخواني نظامیان باید روانډا ته ونه لېږل شي

بریټانیا هغه مهاجرین روانډا ته لېږي چې غیر قانوني دغه هېواد ته ورغلي دي

د بريتانیا د پارلمان غړو د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو ژباړونکي وو او همدا راز د افغانستان د پخواني حکومت پوځيان دې استثنأ کړي او روانډا ته دې نه استوي.

دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د غیرقانوني ننوتلو د مخنیوي لپاره، بریتانیا هغه کسان چې په غیرقانوني توګه ددې هیواد خاورې ته ننوځي روانډا ته سپاري.

د بريتانيا د دفاع پخواني وزير دس براون د دغو اصلاحاتو وړانديز وکړ، چې د بريتانيا د پارلمان له خوا په ٢٧٥ موافقو رايو او ٢١٨ مخالفو رایو سره تصويب شو.

پخواني افغان ژباړونکي او نظامیان روانډا ته نه شړل کېږي

د نویو تعدیلاتو له مخې، د بریتانوي ځواکونو هغه پخواني ترجمانان او د افغانستان د پخواني حکومت پوځیان چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په ناقانونه توګه بریتانیې ته داخل شوي وو، له دې هېواد څخه به روانډا ته نه شړل کېږي.

afghan (6)
انځور؛ د بریټانیا پارلمان

تر اوسه معلومه نه ده چې د پخواني افغان حکومت څومره سرتېري او په افغانستان کې د مېشتو بریتانوي ځواکونو ترجمانان په ناقانونه توګه بریتانیا ته داخل شوي دي.

نور ولولئ: واشنګټن او اسلام اباد د افغان کډوالو په تړاو تازه خبرې کړي

نور ولولئ: یو امریکايي افسر: افغانستان کې د پخوانيو پوځیانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی

د بریتانیې د حکومت پر ضد د پارلمان دوو قانون جوړونکو [وکیلانو] ستیفان کیناک او لوک پولارډ هم د بریتانیې د حکومت دوو وزیرانو ته یو لیک استولی او د دغو تعدیلاتو د عملي کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د بریتانیا حکومت دمخه روانډا ته د افغانانو د ورپه لاس کولو په قانون کې له استثنا ورکولو ډډه کوله، خو تمه ده چې دا ځل به په دغه قانون کې د پارلمان له خوا وړاندیز شوی تعدیلات معرفي کړي.

دغه پلان د پخواني صدراعظم و

روانډا ته د کډوالو د لېږدولو پلان د برتانیې د پخواني صدراعظم بوریس جانسن له خوا وړاندیز شوی و، خو له هغه وخت راهیسې دغه پلان د بشري حقونو د اروپا د محکمې له مخالفت او همدارنګه په بریتانیا کې له قانوني ننګونو سره مخ شوی دی.

تر دې مخکې د بریتانیا د استیناف محکمې ویلي وو چې روانډا ته د کډوالو د ستنولو پلان غیر قانوني دی، ځکه دغه افریقایي هېواد د کډوالو لپاره درېیم خوندي هېواد نه شي ګڼل کېدای.

د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د حقونو مدافعین دا عمل د هغو خلکو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ګڼي چې له جګړې او ظلم څخه تښتیدلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button