افغانستانسیمه‌ییز

بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۳۵۰ تنه مړه او ژوبل شوي

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

تېره شپه شاوخوا یوه بجه د هېواد شمالي ولایتونو یوې نسبتا زورورې زلزلې ولړزولې.

سرچینې وایي، سمنګان ولایت څخه تر دې دمه معلومات دا دی چې،  تر دې مهاله د تېرې شپې زلزلې له کبله تر ۲۰ تنو ډېر مړه او تر ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.

دغه زار بلخ ولایت کې د زلزلې له کبله هم تر دې مهاله اته تنه مړه او تر ۱۱۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د زلزلې مرکز چې د سمنګان خلم ولسوالۍ ښودل شوې، تر اوسه تر ۷۰ ډېر کورونه پکې ویجاړ شوي دي.

د«جي ایف زیډ» زلزلې مرکز د راپور له مخې د افغانستان شرق هندوکش سیمه کې د ۱۰ کیلومټره په ژوروالي سره ۶.۳ درجې زلزله شوې.

بل لورته بیا ځینې سرچینې وایي چې سلګونه کورونه نړېدلي او خلک تر خاورو لاندې ایسار دي.

دا زلزله داسې مهال کېږي چې، تر دې څه موده وړاندې په ختیځو ولایتونو کې هم شدیدې زلزلې زرګونه کسان مړه او ژوبل کړل او تر ۵ زره زیات کورونه یې ونړول چې، اوس هم زلزله ځپلې کورنۍ سختې شپې ورځې سبا کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button