سیمه

بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي

په پاکستان کې بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې اعلان وکړ، چې د بلوچستان په دهدار بولان سیمه کې یې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي برید کې شپږ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي او سلګونه مساپر یې پرمته کړي دي. د اورګاډي چارواکو تایید کړه، چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.

بلوچ لبریشن ارمي ویلي چې د اورګاډي ټول مساپر پرمته نیول شوي او خبرداری یې ورکړی چې که پوځي عملیات پیل شي دوی به یرغمل شوي کسان ووژني.

یادې ډلې ادعا کړې چې دا عملیات د دوی د ځانګړو واحدونو په ګډون د مجید بریګیډ او فتح ګروپ له خوا په ګډه ترسره شوي.

د اورګاډي چارواکو تایید کړې چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو او دوی نشي کولی له موټر چلوونکي سره اړیکه ونیسي، چې په ډزو کې ټپي شوی دی.

د جعفر ایکسپریس اورګاډی، چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، وروسته له هغه تر برید لاندې راغی چې لسګونو وسله والو کسانو د تونل دننه په یوه غرنۍ سیمه کې پټګن ورته نیولی و.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وویل، د بلوچستان حکومت بېړني اقدامات کړي دي او ټولې ادارې د وضعیت د کنټرول لپاره چمتو دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button