بلوچ بېلتون غوښتونکو۶ پوځیان وژلي او ۱۰۰ نور لا هم یرغمل دي

اړوند خبر:
بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي
د بلوچستان ایالتي حکومت د پوځیانو د سپرلۍ پر ریلګاډي د بلوچ بیلتون غوښتونکو خونړۍ حمله تایید کړه.
نن (د مارچ پر ۱۱مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بولان د ډهاډر په ماشکاف سیمه کې یې پر جعفر ایکسپریس ریلګاډي برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۶ پوځیان ووژل او ۱۰۰ تنه نور یې ژوندي ونیول.
د دې بیلتون غوښتونکې ډلې په وینا، د برمته شویو کسانو په منځ کې د پاکستان د پوځ، پولیسو، د تروریزم ضد ځواک او آی ایس آی غړي شامل دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ خبرداری ورکړی چې که د پاکستان پوځ د برمته وو د خوشي کولو هڅه وکړي، ټول یرغمل به ووژني.
د بلوچستان د ایالتي حکومت د اعلي وزیر ویندوی د پېښې د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې سیمې ته امنيتي ځواکونه استول شوي دي. د هغه په وینا د سوۍ (سيبي) په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې د ریلګاډي د سپرلیو په منځ کې یې ماشومان، ښځې او بلوچان خوشی کړي او یوازې یې هغه کسان له ځان سره بیولي چې له پوځ او امنیتي ادارو سره تړاو لري.