بلینکن د افغانستان په اړه د امریکا نوی دریځ اعلان کړ
بلینکن د افغانستان په اړه د امریکا نوی دریځ اعلان کړ.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپله یوه تازه انټرویو کې د افغانستان په اړه د امریکا نوی دریځ او له نظامي لارې ور هاخوا چې له افغانستان سره څه کوي په هکله یې څه وویل.
ښاغلی بلینکن له سي ان ان ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې امریکا اوس هم خپله همکاري له افغانستان سره جارې ساتي او ترڅنګ يې ولاړه ده.اینتوني بلینکن زیاته کړه چې دوی افغانستان یوازي نه نه پریږدي او ترڅنګ يې ولاړ دي خو که څه هم په نظامي ډول دا هېواد هېواد پریږدي ولې په ډیپلماټیکه برخه کې به ورسره پياوړې اړیکي وساتي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په بشپړه ډول افغانستان یوازي نه پریږدي او کوشش به دا وي چې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې همکارۍ او ملاتړ وکړي.د ده له انده د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې پروسه کې دخیل او مرسته وکړي ځکه په دې هېواد کې جګړه د هیچا په ګټه نه ده او نه هم چاته ګټه رسوي.
بلخوا یو مهم امریکايي چارواکي پرداسې مهال دا څرګندونې کوي چې کړې چې دې هېواد د خپلو سرتیرو د وتلو پروسه پیل کړې اوتمه ده چې د سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې دا پروسه بشپړه کړي.په ورته حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم د افغانستان طالبانو او همکاریو په هکله تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې که طالبان پر نظامیانو يې برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ شي.
زلمی خلیلزاد د خپلو خبرو پر دوام د شک په ښودلو له طالبانو وغوښټل چې له القاعده شبکې سره اړیکي پریږدي او د سولې هڅو او هوکړي ته ژمن پاتي شي.د هغه له خبرو یو ځل بیا ډاډ ښکاره سو چې امریکا له افغانستان سره پاتیږي او ملګري یې ورسره زړه غواړي او همدارنګه ژمن دي چې له افغان ځواکونو به خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.ترڅو افغانان یو ځل بیا د کورنی جګړې ښکار نشي.