نړۍ خبرونه

بلینکن وايي چې په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندې ده

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په نړۍ کې د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندې ده

بلینکن په روسیه کې د امریکايي ورځپانې وال سټرېټ ژورنال د خبریال ایوان ګرشکویچ نیول کېدو ته په اشارې وویل چې خبریالان په زیاتیدونکې توګه هره ورځ او په بېلابېلو ډولونو تر ګواښ لاندې دي.

هغه زیاته کړه: “دا اوس په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ، نيول شوی دی. دا بې انصافي د هغه سره د هغه د دندې له وجې شوې. موږ په کلکه د هغه د آزادۍ په لټه کې یو، د هغه د سمدستي خوشې کولو هڅه کوو.”

د مطبوعاتو د ازادۍ څارونکې ادارې، بې سرحده خبريالانو، د چهارشنبې په ورځ مې مياشتې په درېیمه نېټه چې د غوايي مياشتې له ۱۳مې نېټې سره سمون خوري، د مطبوعاتو د ازادۍ په کلني راپور کې وویل چې د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې د رسنیو د آزادۍ حالت بد دی.

نور ولولئ: ولسمشر غني ته د بلنکن خط

د دغه ادارې له خوا په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو د وضعیت د ارزونې په نتیجه کې د بیان د آزادۍ وضعیت په ۳۱ هیوادونو کې ډیر جدي، په ۴۲ کې ناوړه، په ۵۵ کې ستونزمن او په ۵۲ هیوادونو کې ښه یا د قناعت وړ ښودل شوی دی.

د دې ارزونې له مخې په خپرې شوې درجه بندۍ کې ناروې لومړی مقام او شمالي کوریا وروستی مقام خپل کړی.

افغانستان په دغه فهرست کې ۱۵۲م ځای لري

متحده ایالات په ۴۵م مقام کې ځای لري، روسیه ۱۶۴ ته راښکته شوې او چین هم له دویم څخه ۱۷۹م ته ټیټ شوی دی.

افغانستان چې د جمهوري نظام پر مهال د مطبوعاتو د آزادۍ له اړخه د سیمې تر هیوادونو غوره ګڼل کېده، اوس د رسنیو د ازادۍ په درجه بندۍ کې لوېدلی دی.

نور ولولئ: بلینکن د افغانستان په اړه د امریکا نوی دریځ اعلان کړ

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېر کال کې یې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۱۳ پېښې ثبت کړي دي.

بلینکن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د مطبوعاتو محدودیتونو ډېره ګوته په لومړيو کې متحده ايالاتو او غرب ته نيول کيږي.

په افغانستان کې هم تر بل هر وخت په رسنيو او خبريالانو محدوديتونه زيات شوي دې او لا هم ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button