Uncategorized

بلېنکن ولسمشر غني او عبدالله سره لیدلي

بلېنکن ولسمشر غني او عبدالله سره لیدلي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر‌ انتوني بلینکن په یوه ناڅاپی سفر پلازمېنې کابل ته رارسېدلی او ولسمشر غني او عبدالله په شمول نورو لوړ پوړو چارواکو سره ېې لیدل کتل شوي.

د واشنګټن پوست د راپور پر بنسټ بلینکن کابل ته له رارسېدو سره سم په ارګ کې له عبدالله او اشرف غني او د هغه له نږدې چارواکو سره لیدلي‌ او‌ په مهال یې غني بلینکن ته ویلي، چې د امریکایي‌ ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر پریکړو ته احترام لري.د سرچینې په وینا، بلینکن په دې لیدنه کې غني‌ او چارواکو ته ویلي، چې کابل ته د سفر موخه یې داده، تر څو افغانستان ته د امریکا د ژمنتیا څرګندونه وکړي.

20210416 041004

د انتوني بلینکن په وینا، مشارکت بدل شوی دی؛ خو پای ته نه دی رسېدلی.د ارګ له لوري په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني‌ له بلینکن سره به لیدنه کې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په دوام ټینګار کړی او له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پریکړه یې د احترام وړ بللې.

دغه ملاقات داسې مهال ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن‌ تېره ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې غوره کړي‌ اهداف یې ترلاسه کړي‌ او نور ددې وخت رارسېدلی چې‌ به دې هیواد کې جګړه پای ته ورسول شي او ټول امریکایي‌ او ناټو عسکر د سپتمبر د میاشتې تر یوولسمې له افغانستانه راوایستل شي.د هغه پر وینا اوس افغان عسکر کولی شي چې د خپل وطن دفاع وکړي.

دا هم ولولئ:  غني: د دوحې تړون یو ناورین و

ورته وخت ناټو هم له امریکایي‌ ځواکونو سره یو ځای له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی. افغان حکومت وایي، د عسکرو د ایستلو په اړه د امریکا پرېکړې ته احترام لري او امریکا ورته ډاډ ورکړی، چې د عسکرو تر ایستلو وروسته هم په امنیتي او پراختیایي برخه کې مرستې دوام وکړي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button