سیمه

«بندر عباس» کې چاودنې ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون

اړوند خبرونه:

په ایران کې د ملي ماتم اعلان؛ د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې چاودنې له سلو ډېر کسان وژلي

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ایران په «بندرعباس» کې خونړۍ چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي کرزي نن (یکشنبې د ثور ۲۷مه) په یو پيغام کې ویلي چې په پروني خونړۍ برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او له ۸۰۰ ډېر نور ټپیان دي. وايي، دوی پر دې چاودنه سخت خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوني.

حامد کرزي همداراز د ایران له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندونو ترڅنګ له ځپل‌شویو سره د مرستې لپاره د مرستندویه ځواکونو د هڅو ستاینه کړې، او ډاډ یې ورکړی چې افغانستان په دې غمجنو شیبو کې د ایران له خلکو سره ولاړ دی.

دا چاودنه پرون (شنبې، د ثور ۶مه) غرمه مهال د شهید رجايي بندر د تېلو په یو مخزن کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې وه.

afghan 2025 04 27t192926.506
د ایران، بندر عباس کې د چاودنې انځور

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې د چاودنې له امله ټپيان شوي کسان د شهید محمدي، سیدالشهدا او خاتم‌الانبیا په ګډون ګڼو روغتونونو ته وړل شوي، او د لېږد لپاره یې له چورلکې هم استفاده شوې ده.

د تسنیم په ګډون ځینو ایراني دولتي رسنیو د دې چاودنې لامل په بندر کې د تیلو ټانګ بللی، خو د فارس رسنیو یو خبر ویلي چې په څلوېښت درجې تودوخه کې د اوراخیستونکو موادو راټولېدل د دې چاودنې د لامل په توګه یاد کړي دي.

بلخوا «العربیه فارسي» د ځینو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پېښه په دغه بندر کې د څو ځای پرځای شویو کانتینرونو د ناڅاپي چاودنې له امله شوې ده.

د ویلو ده چې که څه هم بېړني ژغورنکي ټیمونه د چاودنې ځای ته په چټکۍ رسېدلي او د کنترول هڅې یې کړې، خو یاد بندر لاهم په ګډوډ حالت کې دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button