لوبې خبرونه

بنزیما د سعودي اتحاد لوبډله ولې خوښه کړه؟

کریم بنزیما هم د میسي په څېر په نړۍ کې د فوټبال ستوری بلل کېږي

کریم بنزیما له ۲۰۰۹ کال راهیسې کله چې له ریل مدرید سره یوځای شو او دغې لوبډلې ته یې ۶۴۸ سیالۍ کړې دي.‌

الجزایري الاصله فرانسوي فوټبال لوبغاړي کریم بنزیما ته له اسپانوي ریل مدرید لوبډلې څخه تر وخت یو کال مخکې د تللو او د سعودي له (اتحاد جده) لوبډلې سره د یو ځای کېدو اجازه ورکړل شوې او ده هم موافقه ورسره کړې ده.‌

په نړیواله کچه د کریم بنزیما نوم

بنزیما هغه لوبغاړی دی چې د فوټبال په نړۍ کې خورا شهرت لري. دغه لوبغاړي په نړۍ کې د غوره لوبغاړي د سرو زرو د توپ جایزه هم ګټلې ده.‌

۳۵ کلن کریم بنزیما پخپل ۱۴ کلن لوبیز ژوند کې ۳۵۴ هدفونه ریل مدرید ته کټلي چې د پرټګالي کریستیانو رونالدو له ۴۵۰ هدفونو وروسته د فوټبال تاریخ کې دویم لوړ هدف دی.‌

رونالدو دا مهال د سعودي النصر لوبډلې سره لوبېږي

بنزیما وویل: “دا ښه لوبډله ده،‌ اتلولي پکې د ښو لوبغاړو له برکته ده،‌ هلته کریسټیانو رونالدو دی، هغه یو داسې ملګری دی چې وايي سعودي ښه ځلانده راتلونکی لري او زه دلته ددې لپاره یم چې لکه اروپا کې باید بریاوې ترلاسه کړم”.

دی زیاتوي: “فوټبال کې دې پوړۍ ته په رسېدو کې نېکبخته یم، څه مې چې غوښتل ترلاسه مې کړل، اسپانیا، اروپا او اوس په دې نوې لوبیز پړاو کې لوبېږم”.

بنزیما له ۲۰۰۹ کال راهیسې کله چې له ریل مدرید سره یوځای شو، ۶۴۸ سیالۍ کړې دي چې دا سیالۍ څه وړه خبره نه ده.

نور ولولئ: سعودي ته د میسي د سفر په ترڅ کې هغه پر لوبېدو دوه اوونۍ بندیز ولګېد

د سعودي اتحاد لوبډله په دغه هېواد کې له څلورو غوره اوبډلو څخه حسابېږي. سعودي د دوشنبې په ورځ رسما وویل چې اتحاد لوبډله په هېواد کې له څلورو غوره لوبډلو یوه ده.

داسې رپوټونه هم شته چې ګنې ارجنټاینی لوبغاړی لیونیل میسي به هم د پاریس له سان جیرمان څخه سږ اوړی د سعودي الهلال لوبډلې ته ولېږدي تر څو په دې لوبډله کې ولوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د ۲۰۲۳ کال د فیفا ورډکپ وروسته سعودي هم فوټبال ته مخه کړه او په دې برخه کې یوې سترې پانګونې ته هم لېوالتیا لري. د عربو شیخان هڅه کوي چې خپل هېوادونه په خاص ډول عربي نړۍ له نورو سره په هر ډګر کې سیاله کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button