لوبې خبرونه

بنګله دیش له افغان لوبډلې دریمه لوبه وګټله

افغان کرېکټ ملي لوبډلې خپله درېمه یو ورځنۍ لوبه د اوو ویکټو په توپیر بنګله دیش ته وبایلله

افغان لوبډلمشر د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه وو او د سر درې لوبغاړي یې په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې یوازې ۱۴ منډې یې جوړې کړې وې.

افغانستان د خپلو لسو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره بنګله دېشي لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې عظمت الله عمرزي ۵۶ او حشمت شهیدي ۲۲ منډې وکړې.

د بنګله دیش لوبډلې توپ اچونې غوره پیل

د بنګله دېش له لوري شریف الاسلام ۴، تسکین احمد او تیج الاسلام دوه دوه لوبغاړي، شکېب الحسن او مهدي حسن مرزا یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.

داسې فکر نه کېده چې افغان لوبډله به لوبه تر ډېره ونه شي غځولی، خو پر ویشتنځای د عظمت الله عمري تر ډېره درېدو او له نورو لوبغاړو سره ملګرتیا لوبه تر ۴۶ اووره وغځوله.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

په نننۍ لوبه کې ستر بدلون یو ځل بیا د راشد خان نه شتون وو. دغه راز سلیم صافي ته هم په نننۍ لوبډله کې ځای نه و ورکول شوی.

د دوی پر ځای عبدالرحمن او ضیا اکبر په لوبډله کې ځای شوي وو.

د افغان لوبډلې توپ اچوونکو له ډلې فضل الحق فاروقي د سیالې لوبډلې دوه او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه.

بنګله دېشي لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۴ اوور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دغې لوبلړۍ دوه لومړۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې او وار دمخه یې جام په خپل نوم کړی دی.

ټاکل شوې ده د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوه شل اوریزې سیالۍ د جمعې په پیل شي.

په وروستۍ لوبه کې جادوګر سپېنر راشد خان نه و

په نننۍ لوبه کې ستر بدلون یو ځل بیا د راشد خان نه شتون وو. دغه راز سلیم صافي ته هم په نننۍ لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی.

د دوی پر ځای عبدالرحمن او ضیا اکبر په لوبډله کې ځای شوي دي.

دا لوبلړۍ،‌ چې د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد په دویم ستر ښار چټوګرام کې کېږي، وار له مخه افغانستان دوه – صفر ګټلې ده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، چې د باران له کبله بشپړه نه شوه، بنګله دېش ته د ‘ډي اېل اېس’ مېتود له مخې په ۱۷ او دویمه لوبه کې په ۱۴۲ منډو نسبتا ستره ماته ورکړه.‌

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button