نړیوال خبرونه

بهرني فوځیان که افغانستان پرېږدي ستونزې به رامنځته شي

بهرني فوځیان که افغانستان پرېږدي ستونزې به رامنځته شي.ایرو ایشا بهرنۍ خپرونه وايي چې له افغانستانه د امریکايي فوځیانو داسې ژر وتل یو غیر مسوولانه کار دی، چې نتیجه کې به ستونزې او لانجې زیاتې شي.

ایرو ایشا په خپله تازه مقاله کې ذکر کړي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پرته له ویجاړېدو بل څه نه لري، ځکه دوی په غیر مسوولانه ډول له افغانستان څخه وځي.سرچینه زیاتوي، چې امریکايي ځواکونو افغانستان ته د ترهګرو د ځپلو او نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره راغلې وه خو د دوی تر وتلو وروسته به یو ځل بیا یاد هېواد ویجاړ شي او ترهګرې ډلې به یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.

دغه مقاله کې ذکر شوي امریکا له افغانستان څخه په غیرمسوولانه توګه وځي ځکه دوی خپلو موخو ته نه دي رسیدلي او په بد وضعیت کې دغه مملکت یوازې پرېږدي.سرچینې ټینګار کړی، چې د جو بایډ اداره باید د دغې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي او په داسې لارو چارو فکر وکړي، چې نتیجه یې د افغانستان د ویجاړي پر ځای د تل لپاره د ترهګرۍ د ګواښ ختمول وي.

د سرچینې پر وینا افغانستان د پرمختګ په حساس پړاو کې دی او په تېرو شلو کلونو کې یې هره برخه کې لاسته راوړنې درلودې، خو اوس د بهرنیو ځواکونو وتل د دغو ټولو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښ متوجه کول دي.د امریکا جمهور ریس جوبایډن پرېکړه کړې، چې خپل فوځیان د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې له افغانستان څخه وباسي.

images 15 1

خو امریکا کې ځايي استخباراتي او سیاسي شنوونکي د نوموړي له پرېکړه سره همغږي نه دي.همداراز نړیواله ټولنه د بشري حقونو کمیسیون او نړیوال سازمانونه هم اندېښمن دي، چې د امريکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځایونو بدل شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button