نړیوال خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د افغان سولې پروسه کې عملی ګامونه پورته کړي

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د افغان سولې پروسه کې عملی ګامونه پورته کړي د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان دې د افغان سولې پروسې په برخه کې «بې ځایه تورونه» نه لګوي او د سیمې د ثبات او د افغان سولې د تامین لپاره دې عملي کار وکړي.

څو ورځې مښکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی شاه محمود قریشي» وویل، چې هیواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي؛ خو دده په خبره، لا هم په افغانستان کې دننه او له افغانستان د باندې د سولې پروسې «ویجاړوونکي» شته، چې په دې پروسه کې خنډ واقع کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د قریشي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي «د سولې ویجاړونکي هغه دي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ردوي، هغوی جګړه یې ګړندۍ او وینې تویولو ته یې ادامه ورکړې ده. د سولې ويجاړونکي ټولو ته معلوم دي.اعلامیه کې راغلي،

atmar with qureshi

چې په افغانستان کې د سولې تامین د پاکستان په ګټه هم دی او د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه «پاکستان ته سترګې په لار دهترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې د سولې معنی لرونکې خبرې پیل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره، عملي پایلې ترلاسه شي.پاکستان ته توصیه شوې، چې په دې «حساسو شیبو» کې تورونه ونه لګوي

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ لفظي جګړه پيل شوې، چې له امله یې پاکستان د کابل سفیر احضار کړی هم دی او د کابل حکومت د چارواکو له لوري پر پاکستان د لګېدلو تورونو په تړاو یې وضاحت ترې غوښتی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button