بي بي ګل، دوه ښځينه وزیرانو ته د ګمارنې مبارکي ورکړې

لومړۍ مېرمن رولا غني بي بي ګل د د ښځو چارو وزارت وزيرې حسينه ساپۍ او د پوهنې وزارت وزيرې رنګينه حميدي ته د هغويي ته د ګمارنې مبارکې ورکړې ده یوه اونۍ وړاندې دغه وزیرانې د ولسمشر د حکم له مخې کابینې ته معریفي شوې وې،
د نوموړې د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د جلالتمآب لومړۍ مېرمنې دفتر د ښځو چارو وزيرې په صفت د اغلې حسينه ساپۍ او د پوهنې وزيرې په صفت د اغلې رنګينه حميدي مقررېدو په مناسبت دوى ته مبارکي وايي او د لوى څښتن تعالى له درباره په چارو کې د بريا غوښتنه کوي.
په دغه خبرپاڼه کې ذکرشوي ، ښځې د نړۍ د ټولنې نيمايي جوړوي او اړتيا لري څو د دوى ستونزو ته رسېدنه وشي چې مېرمن حسينه ساپۍ د ښځو په چارو کې تر ٢٥ کلونو زياتې تجربې په درلودلو سره کولاى شي د ښځو د ژوند ښه والي په برخه کې اړين کارونه ترسره کړي.
یادې خبر پاڼه کې زیاته شوې، اغلې رنګينه حميدي په خپل زيار سره توانېدلې ده چې د کندهار خامکدوزي چې د افغانستان يو د ميراثي فرهنګونو څخه دى، د نړۍ په کچه پېژندنه ورکړي او په کندهار کې له همدې لارې ډېر شمېر ښځو ته کاري زمينه رامنځته کړي. همدا راز د ميزان ښوونځي مديريت او تعليمي نصاب د روزنيز ارزښتونو په برخه کې ډېرې هڅې يې کړې دي او کولاى شي د دې هېواد ماشومانو د روزنې په برخه کې لا زياتې هڅې ترسره کړي.
ریس جمهور غني له لوري مېرمن رنګينه حميدي او مېرمن سا پۍ د افغانستان د پوهنې او ښځو چارو وزارت سرپرستان او نوماند وزيران ټاکل شوې دي.د جمهوري رياست د چارو اداره وايي، چې د جمهوري رياست د عالي مقام د دوو جلا حکمونو پر اساس مېرمن رنګينه حميدي اړ مېرمن ساپۍ د افغانستان د پوهنې او مېرمن ساپۍ د دغو وزارتونو سرپرستان او نوماند وزيرانې وټاکل شوې،
د افغانستان دولت د دې وراندۍ هم ښځو ته په دولت کې خاص ونډه ورکړې ده اود وزارتو پورې لوړ پوسټونو باندې ګمارل شوي دې دا هم باید یاده کړوچې د دملکې سکتور ترڅنک په نظامي سکتور کې هم په دندو ګمارل شوي دي،د دفاع او داخلې وزارت معینانې هم ښځې دي،
اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دښځو ته باید نوره هم په دولت کې ونډه ورکړل شي،او دا هم باید په نظر کې ونیول شي چې دغه ښخينه مامورین باید د استعداد تجربې او تعلیم په اساس وګمارل شي، ترڅو دويي ته په دولت کې برخه هم ورکړل شي او استعدادهم ترڅو دولت خپلو خلکو ته سم خدمات ته وړاندې کړي،