نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

بیجنګ وايي له روسي ځواکونو سره د امنيتي طرحې په تطبيق کې همکار يو

د چين دفاع وزارت خبر ورکړی چې دوی له روسي ځواکونو سره د امنيتي طرحې په تطبيق، د اړيکو قوي کولو او د ستراتيژيکو همکاريو په قوي کولو کې همکار يو

بیجنګ له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې روسيه د اوکراين په جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه لري او له دوی نه چې کومه تمه کېده هغه ته نه دي رسيدلي.

د الجزيرې په خبره، دغه وزارت همدا ډول اعلان کړی چې د هستوي وسلو د بندولو او د اټومي وسلو نه د استفادې نه کولو مذاکراتو ته پابند يو او ملاتړ يې کوو.

بیجنګ د دغو څرګندونو په دوام کې وايي: هيله لرو چې امريکا هستوي زيرمتون ټيټ کړي او د نړيوال امنيت ډاډمنتوب سره مرسته وکړي.

د چين دفاع وزارت همدارنګه وايي چې له روسي ځواکونو سره د ستراتيژيکو اړيکو په قوي کولو کې ملګري يو.

بیجنګ په دې وروستيو کې د نړيوالو اړيکو په پېښو کې خپل بارز رول لوبوي او د زبرځواکۍ پر لور د تګ تمثيل کوي.

بلخوا بیجنګ په دې وروستيو کې د سعودي عربستان او ايران د اړيکو نږدې کېدو کوربه و

بیجنګ د سعودي عربستان او ايران ډېرې ترينګلې اړيکې يوې نسبي موافقې ته ورسولې او عربستان او ايران د يو بل په هېواد کې سفارتونه هم پرانيستل.

په نړيوالو اقتصادي اړيکو کې هم بیجنګ له نورو هېوادونو وړاندې دی او د نظر خاوندان پدې اند دي چې تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پوري به دوی د نړۍ لومړی اقتصاد شي چې د نړيوالو بانکونو په برخه کې هم تر نورو هېوادونو وړاندې دی چې د نړۍ په ټاپ ۱۱ نړيوالو بانکونو کې ۷ هغه د چين هېواد بانکونه دي.

د ډالر کرنسۍ پر ضد مبارزه کې هم دوی له روسيې سره يوه تړون ته رسيدلي او غواړي په نړيوال تجارت کې نور د ډالر پر ځای له چينايي ين پيسو ګټه واخلي.

نور ولولئ: د چین ولسمشر مسکو ته رسېدلی؛ نړیوالو ته څه پيغام لري

د اقتصادي برترۍ تر څنګ چين غواړي نور په سياسي لحاظ هم د امريکا زبرځواکي وننګوي او په سيمه کې د نويو متحدينو په لټه کې دی.

په دې وروستیو کې په نړیواله مسایلو کې د لودیځ او روسیې مخالفت په زیاتېدو دی. یوې خوا ته امریکا د ناټو سازمان قوي کوي او بل لور ته روسیه د سیمې هېوادونه ځان ته نږدې کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button