تاجکستان: د راتلونکې کال تر پایه د کاسا ۱۰۰۰ پروژه بشپړوو

اړوند خبرونه:
برښنا: کابل کې دوه صنعتي پارکونو ته ۱۸ ساعته برښنا ورکړل شوه
د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې به د راتلونکي ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر پورې بشپړ شي.
د یاد هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، جمشېد شویم زاده زیاته کړې، چې په ۲۰۲۶ کال ګې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تر بشپړېدو وروسته به پاکستان ته د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا لېږد پیل شي.
د نوموړي په وینا چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به یې د چارو له بشپړېدو وروسته یاده پروژه په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
پر دې پروژې چې تمه وه چارې یې د جمهوري نظام په وخت کې بشپړ شي، تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت راځي چې لویه برخه یې نړیوال بانک په غاړه اخیستی دی.
د دې پروژې له مخې د قرغزستان او تاجکستان یو زر درې سوه میګاواټه برق افغانستان او بیا پاکستان ته لېږديږي.