سیمه ییز خبرونه

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله ۲۴ نوي پوستې جوړې کړې

تاجکستان بار، بار له افغانستانه له امنیتي اندېښنو په باب اندېښنې ښودلي دي

د تاجکستان او ازبکستان چارواکي وايي، چې د دوی هېوادونو ته په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمېدو سره امنیتي اندېښنې ډېرې شوي او بار، بار یې په دې باب خبرداری هم ورکړی، خو طالبان بيا وايي چې په سیمه کې یې داعش ځپلی او هېڅ هېواد ته امنيتي خطرونه نشته.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هېواد ختلان ولایت ته په سفر کې له افغانستان سره پر پوله ۲۴ نوې پوستې پرانیستې.

نور ولولئ: د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

امام علي رحمان مخکې ویلي وو، چې تاجکستان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان سر پر پوله سلګونه امنیتي بنسټونو جوړولو ته اړتیا لري.

د تاجکستان په هغو سیمو کې چې پوستې جوړې شوې

د تاجکستان اسیا پلس خبري اژانس، د پنجشنبې په ورځ راپور کې وویل، دا نوې پوستې د امام علي رحمان په امر، په لخش، شمس الدین شاهین، روشان، اشکاشم، مرغاب او خاروغ ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د تاجکستان ولسمشر په سرحدي سیمه کې د خپل هېواد له ځواکونو سره په لیدنه کې د پولو د امنیت پر ټینګولو ټینګار کړی دی.

د تاجکستان د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز مشر خیرالدین عثمانزاده تېر اګسټ کې وویل، له افغانستان سره پوله کې د پوستو شمېر له سلو ډېر شوی دی او ځینې دا پوستې د نړیوالو ادارو په مرسته جوړې شوې دي.

تاجکستان چې د شانګهای همکارۍ سازمان او ټولنیز امنیت تړون غړی دی، بیا بیا یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته څېرمه «امنیتي کمربند» جوړ کړي.

په پولو کې د وسله والو له شتون اندېښنه

د تاجکستان چارواکي وايي، وسلوال د افغانستان پولو کې کارند دي او دغه هېواد او منځنۍ اسیا ته د ننوتلو هڅه کوي.

نږدې دوه میاشتې مخکې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې وویل، له افغانستان سره په پوله کې یې د انصارالله ډلې هغه درې «ترهګر» وژلي دي، چې په دغه هېواد کې یې د بریدونو پلان درلود.

نور ولولئ: خواجه اصف پاکستان او تاجکستان ته افغانستان خطرناک بولي

پروسږکال د تاجکستان ولسمشر د افغانستان پولو کې د وسلوالو او «ځانمرګو ځواکونو» پر شتون اندېښنه شودلې وه او ویلي یې و په افغانستان کې «د ځانمرګو په ګډون لسګونه زره مجاهدین» روزل کېږي.

پر دې سربېره طالبان بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له لوري به دوی ته هېڅ ډول ګواښ موجود نه وي، خو په دې وروستیو کې مسکو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړي وه چې افغانستان کې داعش په وده کې دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button