لوبې خبرونه

تاج ملوک عالم: هر وګړی باید خپلې مېرمن سره کومک شي

تاج ملوک عالم: هر وګړی بید خپلې مېرمن سره کومک شي د افغانستان ملي ټیم پخوانی ټرینر او د کرکټ بورډ اوسني تخنيکي سمشاور تاج ملک عالم د ډوډۍ پخولو ته هم مخه کړه او د تناره په سر يې تازه اخيستل شوي عکسونه خپاره کړي دي.نوموړی ویلس باید په تیاره ډوډی ونه خورو.

ښاغلی عالم چې په فیسبوک کې ډېر فعال دى او همدا راز ډېرى خلکو ته د هغوى په پوسټونو تبصرې هم کوي، تازه يې خپل نوي عکسونه خپاره کړي دي.په دې عکسونو کې ورکړل شوی ، چې تاج ملک عالم د تناره په سر ناست دى او ډوډۍ چمتو کوي. په يو عکس کې هغه په تناره کې ډوډۍ پورې کوي، په بل عکس کې بيا ډوډۍ راوباسي او په يو عکس کې يې پخه ډوډۍ له تناره راويستې او ورته ګوري.نوموړي له دې عکسونو سره ليکلي دي:کله کله کور مېرمنو سره هم مرسته پکار وي، هر وخت تيار خوري هم خوند نه کوي.

د نوموړي دې عکسونو ډېرې جالبې تبصرې هم شوې دي او دا عکسونه يې څه کم درې زره کسانو تراوسه پورې خوښ کړي هم دي.ځينو کسانو بيا په تناره کې هغه ډوډۍ هم ليدلې ده، چې څڅېدلې ده او خلکو ورته د همدغه ډوډۍ په اړه تبصرې کړې دي.ځينو ویلي چې باید د تاج ملوک څخه باید چل زده کړو او خپلو مېرمنو سره مرسته وکړو تر څو مو میرمنې هم راحته وي. او نور ژوند ته وخت ولري.

هېره دې نه وي چې تاج ملک عالم څو ورځې وړاندې د کوزې پښتونخوا مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې ته هم يو کمنټ کړى و او هغه ته يې په کمنټ کې مشوره ورکړې وه، چې نور دې يو شريف سړى وګوري او واده دې ورسره وکړي.په دغه پوسټ باندې هم خلکو مختلف قسمه تبصرې کړې وې.

دښاغلي عالم د ګل پاڼې په عکسونه دغه تبصره په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره لاس په لاس شوې وه.او خلکو کوټ کړې وه ځينو بیا په فیسبوک کې هم دغه پوسټ نشر کړی وو او لیکلي ېې وو چې باید ګل پاڼړه د تاج ملوک په وینا عمل وکړي ځینو خلکو بیا ویلی وو چې باید شخصي ژوند کې څوک کار ونلري او خپل ژوند ته ېې پرېږدي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button