نړیوال خبرونه

تادین خان استعفا وکړه

تادین خان استعفا وکړه له ډېر وخت ناندریو او جنجالونو وروسته د کندهار امنیه قومندان تادین خان په رسمي توګه له خپلې دندې استعفا کړې او پرځای یې ډګروال شریف سرطیب ګمارل شوی.نوموړي رسما دغه دندې ته معریفي شوی هم دی.

په هغه استعفا لیک چې د جنرال تادین خان په حواله میډیا کې لاس په لاس کیږي، نوموړي د خپلې استعفا د لامل په توګه ویلي، چې د خپل وژل شوي ورور جنرال رازق د ملګرو په غوښتنه او د هغه د کارنامو د ساتلو په موخه منلی د کندهار امنیه قومندانۍ دنده منلې وه؛ خو اوس یې دغه دنده د هغه بل پخواني ملګري ته سپارلې او په خپله غواړي د سولې ملي پروسه کې د ولس د خدمت جوګه شي.

kandahar 1

ښاغلی تادین خان همداراز ویلي، چې د لوی کندهار په استازولۍ به د ملي پخلاینې عالي شورا په رهبرۍ کې غړیتوب اخیستی دی.دا په داسې وخت کې ده چې تیره اونۍ هم په رسنیو کې د جنرال تادین خان د استعفا خبر خپور شوی ؤ؛ خو هغه مهال د جنرال تادین لخوا رد شو.

د یادونې وړ ده چې د یکشنبې په ورځ باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي ؤ، چې د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان درې میاشتې مخکې استعفا کړې وه؛ خو د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي یې مخه نیولې وه.او ستعفا ېې نه وه منل شوې.

د معلوماتو پر بنسټ جنرال تادین خان ته د درېیمې سرحدي لوا د قومندانۍ وړاندیز شوی خو هغه نه ده منلې او نوی امنیه قومندان ډګروال شریف سرطیب هم د هغه په خوښه ټاکل شوی دی.نوموړي په خپلو خبرو کې هم ویلي وو چې نوی قومندان هم د هغه ملګری دی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button