افغانستان

تازه، د سالنګ لویه لار څو شیبې وړاندې د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د طالبانو د حکومت‏ د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سالنګ لویه لار به د دوو ورځو تر بندېدو وروسته نن دوشنبه خلاصه شوه.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغې لویې لارې د پاک کارۍ چارې تېره شپه بشپړې شوې دي او نن (دوشنبه، مرغومي ۱۷مه) به د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شي.

حق شناس له موټر چلوونکو غوښتي چې پر دغه لار د خوندي تګ راتګ په موخه پوره احتیاط وکړي.

دغه لار تېره جمعه (مرغومي ۱۴) د واورې د ورښت او طوفان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.

دغه لار وخت ناوخته د واورې او طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button