سیمه‌ییز

تازه؛ متقي وايي چې افغانستان کې د یوناما په شتون کې ځانګړي استازي ته اړتیا نشته

متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له وړانديز سره مخالفت څرګند کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو له وړانديز سره مخالفت وکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د استازي د ګومارل کېدو وړاندیز شوی و.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير مولوي امير خان متقي د سیمې د هېوادونو له سفيرانو او ديپلوماتيکو ماموريتونو له مشرانو سره په ناسته کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ يوناما په شتون او په افغانستان کې د ده په خبره د “يوه خپلواک مرکزي حکومت په موجوديت کې د نويو ځانګړو استازو ټاکل کېدو ته اړتيا نشته.”

mutaqi1
د ملګرو ملتونو غونډه

د طالبانو له حکومت سره د تعامل څرنګوالی

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۵ دايمې او غير دايمي غړو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر مياشتې په وروستيو کې د رايو په اکثريت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ او ويې ويل چې له مخې يې دغه هېواد ته د ورپېښو ننګونو د حل لپاره د نړيوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې دي.

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

نور ولولئ: متقي د قزاقستان سفیر ته: له تاسو مننه چې پر طالب چارواکو مو لګولي بندیزونه لرې کړل

نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

د همدې پرېکړه ليک له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش غوښتل چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ډيپلوماسۍ لپاره يو ځانګړی استازی وګوماري چې یو ځل بيا د طالبانو د بهرنيو چارو وزير رد کړ.

د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې

ملګري ملتونه وايي، د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره به له افغانستان او اوسنيو واکمنو سره د نړيوالې ټولنې اړيکې پراخې شي خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د روسيې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند ترکيې او اندونيزيا له سفيرانو او ډيپلوماتانو سره په غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د سيمې له هېوادونو سره د دوی د حکومت اړيکې د پام وړ وبللې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو لا هم د نړیوالو غوښتنو ته چې یوه یې هم د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو پرانیستل دي، ځواب نه دی ویلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button