ساینس او ټېکنالوژي

تازه څېړنې د سپوږۍ له خاورې اوبه او اکسیجن استخراج کړي

اړوند خبرونه:

داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

د هانګ کانګ د چیني پوهنتون څېړونکو یوې نوې ټکنالوژۍ ته انکشاف ورکړی چې کولای شي له سپوږمۍ څخه اوبه استخراج کړي او بیا یې اکسیجن او کیمیاوي سون‌توکو ته واړوي.

دا ټکنالوژي د لمر له وړانګو څخه تودوخه تولیدوي، او د هغې په مرسته د سپوږمۍ له خاورې څخه اوبه استخراجوي. وروسته له هغو څخه پر اکسیجن او کیمیاوي سون توکو  د کاربون ډای‌اکسایډ د بدلولو لپاره کار اخلي.

په «Joule» علمي مجله کې، چې د Cell Press له خوا چاپ شوې، په خپره شوې مقاله کې راغلي چې دا موندنې کولای شي د ژورو فضايي تحقیقاتو لپاره «نوې افقونه پرانیزي»، ځکه دا چارې د دې اړتیا راکموي چې له ځمکې څخه ګران‌بیه منابع لکه اوبه سپوږمۍ ته ولیږدول شي.

د دې څېړنې له مخې، سپوږمۍ ته یوازې د یو ګیلن (۳.۷۸ لیتره) اوبو وړل نژدې ۸۳ زره ډالره (۷۱٬۲۳۰ یورو) لګښت لري، او هر ستورمزلی هره ورځ شاوخوا څلور ګیلنه (۱۵.۱۴ لیتره) اوبو ته اړتیا لري.

لو وانګ، چې د دې څېړنې مشر دی، وایي: «موږ هیڅکله د سپوږمۍ په خاوره کې پټ جادويي ځواک په بشپړه توګه نه و تصور کړی.»

خو مقاله دا هم یادونه کوي چې اوسنۍ لارې چارې د سپوږمۍ له سطحې څخه د اوبو د راایستلو لپاره ډېر پړاوونه لري او ډېره انرژي مصرفوي، او په ډېریو کې دا هم معلومه نه ده چې د سون توکو د تولید لپاره څومره کاربن ډای‌اکسایډ کارول شوي دي.

دا هم ولولئ:  ولسمشر غني د افغانستان د دیجیټل سازۍ لومړي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون وکړ

که څه هم دا ټکنالوژي د هیلو څرک برابروي، خو د سپوږمۍ د سختو چاپېریالي شرایطو لکه د تودوخې د شدید بدلون، فضایي وړانګو او ډېرې کمې جاذبې له امله د منابعو استخراج لا هم جدي ننګونه ده.

دغه راز، څېړنه ټینګار کوي چې یوازې هغه کاربون ډای‌اوکسایډ چې د فضا نوردانو له ساه اخیستو تولیدېږي، دې ته بسنه نه کوي چې د یوې ډلې ستورمزلو ټولې اړتیاوې لکه اوبه، سون توکي او اکسیجن پوره کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button