سیمه ییز خبرونه

تازه څېړنې په ډاکه کوي چې په اسیا کې هوا توديږي

څيړنې ښيې چې په آسيا کې د اقلیمي بدلون له کبله د هوا تودوخه دوې درجې زیاته شوې

یوه نوې څېړنه څرګندوي چې د اقلیمي بدلون له کبله د اسیا په ډېرو برخو کې د هوا تودوخه لږ تر لږه دوې درجې زیاته شوې ده. د دې څېړنې له مخې له همدې کبله د سختې تودې هوا څپو راتګ احتمال هم ۳۰ برابره زیات شوی دی.

نور ولولئ: اقلیمي بدلون: له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو په اړه نویو نظریاتو هیلې راپارولې دي

د یادونې وړ ده چې په تېره اپریل میاشت کې د اسیا په ځینو برخو کې د تودوخې خورا سخته څپه راغله او د هند، بنګله دېش، تایلنډ او لاوس په ګډون ځینو هېوادونو کې د هوا تودوخه آن ۴۵ درجو ته ورسېده.

د همدې تودې هوا له کبله په یو شمېر هېوادونو کې ځینې کسان مړه شوي

د خلکو له مړينې سره-سړم سړکونه ویلي شوي او ګڼ شمېر کسان له همدې کبله په روغتونونو کې بستري شوي دي.

دغه راز د چین، اندونیزیا او سينګاپور په ګډون د ځینو نورو اسیايي هېوادونو په هکله هم ویل کېږي چې همدا اوس د ګرمې هوا له کمسارې څپې سره مخامخ دي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

د هوا پېژندنې نړیوال خپلواک انسټیټیوټ کارپوهان وايي چې  په تایلنډ کې له همدې کبله په هوا کې رطوبت زیات شوی او په ځنګلونو کې په ورته مهال اور لګېدلی دی.

په فلیپين کې بیا د تودوخې درجه له تېرو پنځو ورځو راهیسې ۳۷ ته رسېده، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵۰ ماشومان جل وهلي او په روغتونونو کې بستري شوي دي.

د هند په ممبۍ کې بیا هغه ۱۳ کسان مړه شوي، چې جل وهلي وو. د یادونې ده چې دا کسان د جايزې ورکړې مراسمو ته ورغلي وو چې د سختې ګرمۍ له کبله ناروغ او بیا وروسته مړه شول.

نور ولولئ: اوزون ګاز څه دی، ولې ویجاړېږي او څنګه ساتل کېدای شي؟

د اقلیمي بدلون د تاریخ کارپوه ماکسي میلیانو چې د تاریخ په اوږدو کې د ګرمې هوا څپې څاري او پر خپله ټویټر پاڼه يې ليکلي:

”د تودوخې وروستۍ څپه د اسیا په تاریخ کې تر ټولو ناوړه هغه ده.”

په تازه څېړنه کې ویل شوي چې د هوا تودوخې څپې بشپړ اغېز ښايي چې تر اونیو او یا آن میاشتو پورې هم مالوم نه شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button