کورني خبرونه

تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

دا څرګندوي په داسې حال کې کوي چې طالبان تل د ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو نظریه رد کړي او جوړېدو ته یې نه حاضرېږي

د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

ګلبدین حکمتیار زیاتوي د ټولګډونه حکومت لپاره امریکا طالبانو ته نوملړ هم سپارلی دی او ور سره یې خبرداری ور کړی، که د دوحې شرطونه پوره نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې وکړي.

نور ولولئ: حکمتیار: تر ټولو بویه لاسته راوړنه د افغانستان نه د امریکا وتل وو

د حزب اسلامي افغانستان ګوند تلوېزون بریا وايي، ګلبدین حکمتیا دا خبرې پرون له هېواد بهر د خپل ګوند ملاتړو ته کړې دی.

امریکا طالبانو ته نوملړ هم سپارلی دی

که څه هم ښاغلی حکمتیار په خپلو خبرو کې طالبانو ته د امریکا له لوري د ټول ګډونه حکومت لپاره د نوملړ سپارلو خبره کوي، خو دا نه وايي، چې په دې نوملړ کې د کومو ګوندونو یا کسانو نومونه دي.

هغه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې امریکا د طالبانو په اړه خپله لهجه بدله کړې ده او په خپل دريځ کې یې بدلون راوستی دی.

ښاغلی حکمتیار وايي په امریکا کې د یوې نوې جبهې جوړېدو اعلان او په مسکو، تاجکستان او ویانا کې د طالبانو د مخالفو ډلو وروستیو ناستو په اړه وايي چې شاید د پردې ترشا څه وي.

نور ولولئ: ګلبدین حکمتیار: ولسمشر غني د یوې شورا په جوړولو موافقه کړې

حکمتیار په دې باور دی چې د طالبانو د مخالفو ډلو ناستې د دې لپاره کیږي چې یو شمیر بهرني هیوادونه پر طالبانو فشار راوړی.

حکمتیار ته د طالبانو غبرګون

طالبانو تروسه د اسلامي حزب د مشر کلبدین حکمتیار ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو د دریمې دورې په وروستۍ غونډه کې یو هدف د “افغانستان د راتلونکي لپاره د لار نقشې” جوړول و.

حکمتیار او د افغانستان نورو سیاستوالو بار بار له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې پراخ بنسټه او ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، خو طالبانو تل ویلي چې د دوی اوسنۍ واکمني چې په هره برخه کې ملا واکمن دی، ټول‌ګډونه بولي او حاضر نه دي چې په دې برخه کې راستي اقدام وکړي.

بل لورته طالبانو د نجونو پر مخ د زده کړو د مرکزونو له پرانیستلو هم انکار کړی. دوی ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکوي چې همدې مسئلې هم نړیوال اندېښمن کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button