سیمه ییز خبرونه

تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کیږي

د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس

ټاکل شوې سبا دوشنبې (د زمري په ۳مه) د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ نړۍوالې غونډې کوربتوب وکړي. په دغې غونده کې به د ایران، هند، پاکستان په ګډون د شلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي.

نړیوال وړاندیزونه چې کولی شي په افغانستان کې وضعیت ښه کړي

د تاشکند د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې موخه نړۍوال وړاندیزونه ښودلي چې د افغانستان وضیعت ورسره ښه کېدای شي. د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې بخ یوې برخه کې راغلي دي:«د دغې غونډې د جوړولو موخه، د نړۍوالو لپاره د کړنلارو او وړاندېزونو برابرول، په افغانستان کې له جګړې وروسته د ثبات او امنیت ټینګښت او بیارغونه او همداراز د سیمه ییزو همکاریو له بهیر سره د افغانستان یو ځای کول دي.

له کابله د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په دغې غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وویل:«د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې سبا ته د افغانستان د وضعیت په هکله د تاشکند په غونډه کې ګډون وکړي

نور یی ولوله | امام علي رحمان: ښايي په افغانستان کې وضعیت لا خراب شي

نور یی ولوله | د پاکستان پلاوي امیر خان متقي سره وليدل

د ازبیکستان چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې، د تاشکند په غونډه کې د طالبانو د پلاوي حضور د هغو د رسمیت پېژندو په مانا نه دی. د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«افغانستان په انزوا کې دی له همدې امله ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان په هکله غونډې جوړې کړي.

د نړۍوالو اړیکو شنوونکی مهدي افضلي هم څرګندوي:«په افغانستان کې اوسن سیاسي او کړکېچن وضعیت پر ګاونډيو هېوادونو نېغ په نېغه اغېز لري له همدې امله هغه هېوادونه په هڅه کې دي چې دغه ګواښ د له بېلابېلو لارو دفع کړي.»

د افغانستان په تړاو د تاشکند له غونډې یوه ورځ وروسته به په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو غونډه هم جوړه شي. افغانستان د دغه سازمان د څارونکي غړيتوب لري او ویل کېږي په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په تړاو هم بحثونه وشي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button