سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پلاوي امیر خان متقي سره وليدل

په افغانستان کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروي

بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروي او چمتو دی چې افغانستان د ټرانزیټ په مرکز بدل کړي.

پاکستان دې په سیمو کې د تاسیساتو جوړولو ته پام وکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستان څخه غواړي چې د مسافرو د تګ راتګ، سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په برخو کې د اسانتیاو رامنځته کولو ته پاملرنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وویل:«هغوی ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پرمختګ لپاره، باید متقابل درناوی او له همغږۍ سره اسانیاوې رامنځته شيد صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستاني پلاوي سره د خپلې یو ورځنۍ غونډې جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره کړي

خو په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې، له افغان لوري سره پر ځينو مواردو سلا ته رسېدلي دي

نور یی ولوله | د پاکستان دولتي پلاوی د مختلفو موضوعاتو څېطړلو په موخه کابل ته رارسېدلی

نور یی ولوله | د بایډن او د سعودي وليعهد د افغانستان په اړه خبرې شوي

د اعلامیې یوه برخه:«د روان مالي کال په لړ کې د دواړو لورو تر منځ په سوداګرۍ او ترانزیت برخو کې پرمختګونه ثبت شوي دي. دغه پرمختګونه باید وساتل شي او د دواړو لورو د ګټو پر بنسټ باید لاپسې غښتلي شي. پر دې سلا شوې چې، په بندرونو کې باید ډېرې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو د ترانزیت او سوداګرۍ په چارو کې خنډ رامنځته نه شي. 

دواړو لورو سلا کړې چې، د دواړو لورو له سوداګریزو توکو بار د موټرو د تګ راتګ لپاره لنډ مهالي اجازه لیکونه باید عملي شي. د دواړو لورو چارواکي په بندرونو او په ځانګړې توګه په تورخم، کراچۍ، غلام خان، چمن او سپین بولدک بندرونو کې د کاري ساعتونو پر زیاتوالي سره سلا شوي دي

د ویزو ورکړې په برخه کې ستونزې به د دواړو لورو تر منځ په همغږۍ سره حل شيد کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وویل:«د پاکستان ۱۲ کسیز پلاوی چې افغانستان ته راغلی و، د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د خصوصي سکټور چارواکو غونډه لرله. د افغانستان لپاره ښه موکې رامنځته شوه چې افغاني لارۍ وکړای شي خپل سوداګریز توکي د پاکستان بېلابېلو برخو ته ولېږدوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button