سیمه ییز خبرونه

تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وايي چې په یاده میاشت کې یې ۶۵ بریدونه کړي او ۱۷۲ ځواکونه یې وژلي دي

په دې وروستیو کې ټي ټي پي پر پاکستاني فوج حملې زیاتې کړي دي او هره ورځ ورته درنه مرګ ژوبله اړوي، خو یاده ډله بیا وايي چې پاکستانۍ رسنۍ او ددې هېواد نظامي ادارې د پاکستاني فوج، پولیسو او نورو نظامي برخو ته اوښتي زیانونه، نه خپروي.

تازه د پاکستان تحریک طالبانو په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د ۶۴ بریدونو په ترڅ کې د فوج او پولیسو ۱۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه سیمې چې ټي ټي پي په کې بریدونه کړي

دغه خبرپاڼه پرون ناوخته خپره شوې او په کې راغلي، چې دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک، سویلي وزیرستان، بنو، لکي مروت، شمالي وزیرستان، پېښور، مردان، ملاکنډ، باجوړ، بونیر، لوی دېر، چمن، پښین او قلعه عبدالله کې ترسره شوي دي.

ttp1
تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

په خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو د بڼې په اړه هم راغلي، چې دغې ډلې د دغو عملیاتو په لړ کې د پاکستان پر پوځ ۱۴ ځوابي بریدونه، ۱۳ لیزر، ۱۱ د ترپ او خرپ یا چریکي، د لاسي بمونو ۶ بریدونه، د هدفي وژنو ۳ او دوه توغندیز بریدونه کړي دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه چاودنه کې ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې د دغو عملیاتو له امله ټول ۷۷ کسان وژل شوي او ۹۵ تنه نور ژوبلېدلي دي چې په وژل شويو او ټپیانو کې د پوځ، پولیسو او اېف سي سرتېري او افسران شامل دي.

له پاکستاني پوځ د وسلو او تجهیزاتو ترلاسه کول

ټي ټي پي ته د پاکستان پر فوج له بریدونو وروسته ځینې سپکې او درنې وسلې او نور تجهیزات هم په لاس ورغلي چې د هماغه تجهیزاتو په واسطه بېرته د پاکستان د امنیتي او دفاعي دستګاه پر وړاندې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

777d13f187a4c8d475b6956027285fca0d057fec 800x1280
تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

دغې ډلې دا رنګه ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې د اړولو تر څنګ یې د پوځ او پولیسو ځينې پوځي وسایط له منځه وړي او د ۱۳ کلاشینکوفونو په ګډون یې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

که څه هم چې په دې اړه تر اوسه کومو خپلواکو سرچېنو د دغو شمېرو پخلی نه دی کړی؛ خو په تېره یوه میاشت کې د همدغو سیمو څخه ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو د تاوتریخوالي ډېرې پېښې رپوټ کړي دي.

داسې راپورونه هم تر لاسه شوي چې ټي ټي پي په روان کال کې خپلو بریدونو ته پراختیا ورکوي چې په دې کې به د ګازو نل لیکه او نورې هغه زېربیناوې چې د پاکستان دولت ته یې ډېره ګټه رسېږي، په نښه کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button