افغان کډوالسیمه

ترکیه: ددې هېواد پولیسو ۳۰ افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې رسنۍ وايي، د ترکیې پولیسو ۳ افغان کډوال نیولي دي

اړوند مطالب: 

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

د راپورونو پر بنسټ، د ترکیې پولیسو د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه ۳۰ افغان کډوال نیولي دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بتلیس ښار پولیسو سه‌شنبه د مرغومې پر ۲۴، یو شمېر ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

بل خوا د ترکیې د سیواس او بالي‌کسیر ښارونو پولیسو هم شپږ افغان کډوال نیولي او د ایستلو مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

په راپور کې راغلي چې د ادرنه ښار پولیسو ۱۵ افغان او پاکستاني کډوال نیولي، خو دا څرګنده نه ده چې څو یې افغانان یې دي.

د يادونې ده چې د ترکيې پوليسو له څه مودې راهيسې د افغان کډوالو د نيولو او ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

څه موده مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی و چې په یوه کال کې یې ۱۴۱ زره او ۱۸۷ ناقانونه کډوال ایستلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button