نړیوال خبرونه

ترکیه: د استانبول ناسته وځنډېده

ترکیه: د استانبول ناسته وځنډېده.د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددې هیواد په استانبول ښار کې د افغان سولې په اړه رابلل کېدونکې ناسته ځنډېدلې او تر اختر وروسته ښایي راوبلل شي.

د استانبول غونډه چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې رابلل کېږي، د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» وایي، له قطر، ملګرو ملتونو او امریکا سره تر مشورو وروسته یې لازمه بللې چې د استانبول ناسته تر اختر وروسته جوړه شي.

20210421 105519

یاده غونډه وروسته له هغه ځنډېږي، چې طالبانو په یاده ناسته کې له ګډون انکار وکړ او ټینګار یې وکړ، چې د بهرنیو فوځیانو په شتون کې د افغانستان په اړه رابلل کېدونکو ناستو کې برخه نشي اخیستلای.بل لور ته دغه ناسته داسې مهال له ځنډ سره مخ کېږي،

او د امریکا متحده ایالاتو او ناټو له طالبانو سره د کړې هوکړې خلاف په افغانستان کې خپل نظامي حضور غځولی او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې یوولسمه نېټه يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړې.

اوسمهال طالبان لا هم ندی معلوم چې ایا دوی به د قطر په غونډه کې ګډون وکړي او که نه.که چرته دوی ګډون ته حاضر نشي نو ښای دا غونډه هیڅ نتیجه ورنکړي ځکه دا غونډه د دې لپاره رابلل کیږي چې دواړه لورې په یوه توافق سره هوکړې ته ورسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button