ترکیه د افغان ملي اردو شهید شویو عسکرو اولادونو ته تعلیمي بورسونه ورکوي
ترکیه د افغان فوځیانو شهید شویو عسکرو اولادونو ته تعلیمي بورسونه ورکوي.ترکیه وایي، افغان عسکرو د خپل هیواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په همدې لاره کې یې ځیني «شهیدان» شوي، چې ترکیه یې د قدردانۍ په موخه اولادونو ته د زده کړو زمینه جوړوي
د ترکیې د پوهنې وزیر «جهادارګینای» ویلي، چې ترکیه د یوه تاریخي او د افغانستان د یوه ریښتيني ملګري هیواد په توګه د «هغو افغان پوځيانو ماشومانو ته د زده کړو لپاره سکالرشیبونه ورکوي، څوک چې د خپل وطن د دفاع په لاره کې شهیدان شوي دي.د نوموړي په خبره، ترکیه له همدې لارې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.ده که څه هم د ورکول کېدونکو بورسونو د تعداد او څرنګوالي په اړه څه ونه ویل،
خو دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې ترکیه د امریکا په وړاندیز په افغانستان کې د نظامي حضور دوام ته چمتووالی نیسي.داسې وخت چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه په وتلو دي، ترکیې د ناټو د یوه غړي هیواد په توګه له امریکا سره هوکړه کړې،
چې افغانستان کې پوځيان پرېږدي او د امریکا او ناټو په مالي ملاتړ د کابل هوایي ډګر امنیت ساتي.بلخوا ته طالبان بیا په افغانستان کې د ترکي پوځونو د حضور دوام «اشغال» ګڼړي او د هغوی په وړاندې د مبارزې له دوام خبر ورکوي.
طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې له لارې وویل، چې په افغانستان کې د پوځونو پرېښودل د ترکیې یو «ناسنجیدم اقدام» دی چې د دواړو مسلمانو هیوادونو تر منځ اړیکو ته زیان رسوي او د افغانستان د ولس او ملي ګټو خلاف عمل دی.