Uncategorized

ترکیه پاکستان او افغانستان سره د افغان سولې په اړه درې اړخیزه ناسته کوي

ترکیه له پاکستان او افغانستان سره د افغان سولې په اړه درې اړخیزه ناسته کوي.دترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، سبا د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې پروسې په هکله ګډه غونډه رابلي.

د ترکیې له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغان سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې وشي‌ او تر‌ څنګ به یې درې واړه خواوې د انرژۍ، سیمه ییز اتصال او امنیت په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه بحث وکړي.

دافغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی حنیف اتمر په دې ناسته کې د ګډون په موخه استانبول ته روان شوی دی.دغه ناسته وروسته له هغه رابلل کېږي، چې د افغان سولې په اړه په ترکیه کې جوړېدونکې ناسته ښو شرایطو ته د زمینې برابرولو په موخه وځنډېده.

img 20210422 143037

د ترکیې غونډه چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې رابلل کېده د طالبانو او حکومت تر څنګ د سیمې یو شمېر مملکتونه هم ورته بلل شوي‌ وو خو طالبانو په کې له ګډون انکار وکړ چې له امله یې د سولې کنفرانس تر نامعلومې مودې وځنډېد

د یادولو وړ ده چې طالبانو لا هم پرېکړه نده کړې چې اوسمهال به دوی ترکیې غونډه کې برخه واخلي او که نه بلخوا بیا د ترکیې غونډې په اړه ویل کیږي چې ښای د اختر نه وروسته راوبلل شي دا خبره ددترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل ټویټ کې کړې وه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button