کورني خبرونه

ترکیې په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت بند کړ

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

د ترکیې حکومت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سفارت کنټرول په خپل لاس کې واخیست. د ترکیې د حکومت دا اقدام د طالبانو له بیا واک ته رسیدو درې کاله وروسته، په ترکیه کې د ديپلوماتیکو چارو په مدیریت کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي.

په انقره کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې وویل چې، سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست  په ۱۵ د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، څو ځله د دې ماموریت د کنټرول هڅه کړې وه، د ترکیې چارواکو اوس پرېکړه کړې چې د مخکیني حکومت له خوا ګومارل شوي سفیر او یو شمېر ديپلوماتان له دندې لرې کړي.

د بیان له مخې، دا پرېکړه د ترکیې د حکومت د غوښتنې او د ویانا د کنوانسیونونو له مخې شوې، چې له امله یې د افغانستان د جمهوري دولت د دورې د ټولو ديپلوماتانو دنده پای ته رسېږي.

په انقره کې د افغانستان د دیپلوماتانو رسمي باورلیکونه د روان ۲۰۲۵ د فبرورۍ له شپږمې څخه لغوه شوي دي.

د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته، یو شمېر سفارتونو او ديپلوماتیکو استازولیو—په ځانګړي ډول په لوېدیځو هېوادونو کې—د هغو ديپلوماتانو له خوا خپل فعالیت ته دوام ورکړی چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې ګومارل شوي وو. خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

لا هم روښانه نه ده چې ترکیه به طالبانو ته د سفارت د کنټرول اجازه ورکړي که نه، او که سفارت به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې پاتې شي.

ترکیې په استانبول کې د افغانستان کونسلګري طالبانو ته سپارلې ده.

ترکیه د طالبانو له حکومت سره نسبتاً ښې اړیکې لري او نن سبا په افغانستان کې ګڼې تُرکي کمپنۍ په بیلابیلو پراختیايي پروژو کې په کار بوختې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button