نړیوال خبرونه

ترکیې کې د افغان سولې کنفرانس

ترکیې کې د افغان سولې کنفرانس افغان جګړې د ختمولو اوپای ته رسولو لپاره په دې وروستیو کې هڅې خورا زیات شوي او کوښښ کیږي  چې د سولې لپاره طالبان او دولت پر یوه ټغر سره یوځای کړي. تر څو یو توافق ته ورسیږي.

تازه ویل شوي چې ښايي د مارچ میاشتي په ۲۷ نېټه ترکیه کې د افغان سولې په هکله یو لوی کنفرانس جوړ شي چې ګډون وال به یې د نورو نړیوالو ترڅنګ افغان دولت او طالبان وي.تر دې دمه کنفرانس په اړه ویل شوي چې د افغان دولت پلاوی به پکښي ګډون کوي خو یو شمېر طالب سرچینو هم ویلي چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتودي.

750x430

دغه جوړیدونکي کنفرانس د محتوا په هکله نور مالومات نه دي خپاره سوي خو ترکيې هېواد ویلي چې افغانستان ورته مهم هېواد دی او غواړي چې هرڅومره ژر کیدلای سي د سولې او ټیکاو د رامنځ ته کیدلو لپارهر هڅه وکړي.که څه له تیرو کلونو راپه دې خوا د افغان سولې لپاره کنفرانسونه غونډې او ناستې ترسره شوې

خو نتیجه يې تر دې دمه صفر ده او د جګړې د دریدلو لپاره يې هیڅ هم نه دي کړي، خو اوس مهال چې د افغان سولې لپاره جدي هڅې پیل شوې تر ډیره بریده په موضوعاتو کې طالبان او افغان دولت منځلاریتوب ښيې ښايي چې د ترکيې کنفرانس مهم وي ځکه طالبان او افغان دولت د نورو نړیوالو استازو سره یوځای پکښي ګډون کوي او ښايي د افغان سولې لپاره یوڅه ترسره شي.

خو که چرته دا کنفرانس هم نتیجه ورنکړي نو بیا له دې نه وروسته به د ډیری افغانانو بارو د سولې پر پروسه نور هم له منځه ولاړ سي ځکه اوس يې یوځل بیا هیلې پیدا سوې او د جګړې د ختم لپاره انتظار باسي خو دا  ویره ه ورسره ده که د سولې خبرې نتیجه ورنکړي نو لیري نه ده چې د جګړې ډګر به نور هم تودیږي.اوس ټولو خواو ته داسې یو مېکانېزم نه کار اخیستل پکار دي چې ټولې خواوې پکې سره یوې نتیجې ته ورسیږي او یو دایمي سوله او اوربند قایم شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button