Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

تمیم اقبال د تقاعد پرېکړه بېرته واخیسته

تمیم اقبال د بنګله‌دیش له لومړۍ وزیري سره له لیدو وروسته د تقاعد پرېکړه بېرته واخیسته

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبډلمشر تمیم اقبال د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له مداخلې وروسته د خپل تقاعد پرېکړه بېرته واخیسته.

تمیم تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال په داسې حال کې له کرېکټ سره خدای پاماني وکړه چې له سترګو یې اوښکې بهېدې.

د دوی ناسته د جمعې په ورځ ماسپښین په ډاکه کې د لومړۍ وزېرې په کور کې وشوه. تمیم له خپلې مېرمنې، پخواني کپتان مشرفي مرتضي او د بنګله دېش کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن سره یوځای له اغلې حسینې سره ولیدل.

د پارلمان غړي مشرفي هڅه

ویل کېږي چې د پارلمان غړي مشرفي لومړی په دې اړه هڅه پیل کړه او له لومړۍ وزیرې سره یې د احتمالي مداخلې خبره کړې وه. تمیم تر هغه مخکې د خپل تقاعد اخیستو په اړه د کرېکت بورډ له مشره سره له خبرو کولو ډډه کړې وه.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

نوموړي خبریالانو ته وویل، “دا زما د لوبو پای دی، تر خپله وسه مې هڅه کړې. له همدې شېبې له نړیوالو لوبو تقاعد کېږم.” د بنګله دېش دغه وتلي کرېکټ ستوري تېر کال له ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه ښه کړې وه.

د بنګله دېش لوبډلې کپټان رسنیو ته ویلي، لومړۍ وزیرې نن خپل د استوګنې ځای ته وربللی وو.

نوموړي زیاته کړه، “موږ اوږدې خبرې وکړې او په پایله کې هغې هیله راڅخه وکړه چې بېرته کرېکټ ته راستون شم، ځکه نو زه بېرته د خپل تقاعد پرېکړه اخلم.”

لومړۍ وزیرې تمیم ته یوه نیمه میاشت دمه ورکړې

تمیم زیاتوي، “زه هر چا ته نه ویلی شم، خو دا ناشونې ده چې د هېواد تر ټولو مهم شخص ته نه ووایم. لومړۍ وزیرې دغه راز ما ته د یوې نیمې میاشتې دمې وخت راکړ. زه به په دې موده کې خپله درملنه وکړم او بېرته به کرېکټ ته راستون شم.”

ښاغلي اقبال په یوه ورځنیو لوبو کې د بنګله دېش لپاره ۸۳۱۳ منډې کړې دي او په ټېسټ لوبو کې یې بیا ۵۰۸۳ منډې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ افغانستان له بنګله دېش سره دويمه يو ورځنۍ لوبه کوي. لومړۍ هغه افغانستان ګټلې وه او په راتلونکو لوبو کې به معلومه شي چې دغه جام څوک په خپل نوم کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button