Uncategorized

تهران له مسکو «سوخو ۳۵» جنګي جیټ وپېرلې

اړوند خبرونه:

سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

ایراني رسنیو ‘د روسیې د جنګي جټ الوتکو د پېرودلو له هوکړې وروسته’ راپور ورکړی چې د دوی اسلامي جمهوریت له روسیې څخه «سوخو ۳۵» جنګي جټ الوتکې پېرودلې دي.

د سپاه پاسداران یو قوماندان، علي شادماني پرون (دوشنبې د دلوې ۸مه) له دانشجو خبري آژانس سره د دې جنګي الوتکو د پېرودلو خبره کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی ایراني چارواکی د «سوخو ۳۵» جنګي الوتکو د پېرودلو خبر تاییدوي، خو دوی دا نه دي ویلي چې دا الوتکې کوم وخت ایران ته سپارل شوې دي.

د انیپندینت د راپور له مخې، چې «سوخو ۳۵» د ۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت هغه جنګي الوتکه چې د پخوانیو په پرتله ډېره د چلولو وړتیا او پرمختللي تجهیزات لري.

د ویلو ده چې تهران او مسکو شاوخوا دوې میاشتې مخکې د روسیې د جنګي جټ الوتکو د پېرودلو لپاره د تړون د نهایی کیدو او اړینې همغږۍ اعلان هم کړی و.

ایران په داسې وخت کې له روسیې څخه «سوخو ۳۵» جنګي الوتکې پېردولې چې په امریکا کې د ټرمپ واک ته رسیدو او له اسراییلو سره د هغه د پراخې همکارۍ په دوام د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو د برید د احتمال په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button