سیمه

تهران نن د افغانستان په اړه د تماس د سیمه‌ییزې ناستې کوربه‌توب کوي

په پلان کې ده چې نن د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه د تماس غونډه جوړه شي

د سیمې هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د طالبانو له رژیم سره ښې اړیکې ولري او د خپل امنیت د خوندیتوب په موخه په افغانستان کې د داعش ګواښ له منځه لاړ او امن پاتې وي.

له پاکستان پرته د سیمې هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره خپل پراخ تجارت او سیاسي اړیکې لا خوندي او د ځان په ګټه مخکې یوسي.

په تهران کې د سیمه‌ییزو هېوادونو د تماس غونډه

نن د ایران پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د تماس غونډه جوړېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سید رسول موسوي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ناسته به په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او ټیکاو زېری له ځانه سره ولري.

نور ولولئ: له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

نور ولولئ: افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

‎‌‎‌په دغې ناسته کې به له طالب استازو پرته د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازي برخه ولري.

د ایران خبري اژانس اېرنا لیکلي، چې دا د افغانستان لپاره د سیمه‌ییز تماس دویمه ناسته ده.

په کابل کې د تماس غونډې جورېدل

د اېرنا د راپور له مخې، د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز تماس لومړنۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت په کابل کې جوړه شوې وه چې د سیمې د هېوادونو استازو او سفیرانو په کې برخه لرله.

afghan (27)
د ۱۴۰۲ کال کابل کې د سیمې هېوادونو د تماس غونډه

دغه ناسته د دوحې د درېیمې ناستې په درشل کې جوړېږي، چې په پام کې ده د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د دوحې ناسته د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه په قطر کې جوړه شي.

پر دې سربېره، طالبان هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې په قطر کې درېیمه ناسته د ځان په ګټه وڅرخوي او دوی وايي، په دې غونډه کې باید ددوی ګډون ماناداره وي.

طالبانو ملګرو ملتونو ته په یاده غونډه کې د ګډون کولو شپږ شرطونه وړاندې کړې چې یو هم په کې د نجونو پر زده کړو بحث نه کول دي.

طالبان بل ټینګار دا کوي چې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نشته، خو دغه سازمان غواړي چې په دې برخه کې ځانګړی استازی ولري.

د یادونې وړ ده چې طالبان د روسیې له لوري د ترهګرو له تور لېست څخه هم ویستل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button