نړیوال خبرونه

تورخم اوسپین بولدک دروازه دټرانزيټ پرمخ خلاصه شوه

څه موده مښکې د پاکستلن دولت د تورخم دروازه بنده کړې وو دغه اقدام د پاکستان دولت د کرونا ویروس مخنيوۍ لپاره کړې وو  څو ورځې کيږي چې د کرونا ویروس نارغي نوره هم زیات شوې خو اوسمهال د افغانستان د دولت په غوښتنه یی دزوازه د ټرانزیټ پر مخ خلاصه کړه .له کندهار او ننګرهار رپوټونه وايي، له نږدې میاشتې بندیز وروسته پاکستان د جمعې په ورځ( د اپرېل ۱۰) تورخم او سپین بولدک لارې افغانستان ته د تلونکو باري موټرو لپاره پرانیستې.

ټاکلې چې د اونۍ په درې ورځو کې به هره ورځ په توکو بار سل سل موټر افغانستان ته راځي. په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، د ګاډو له راوښتو سره سم د موټر چلوونکي روغتیايي کتنه کېده او پر موټر درمل پاشل کېدل. په کندهار کې د سپین بولدک کمیسار محمد شریف غرزی وایي، لومړنی موټر پر یولس نیمي بجې کندهار ته را واوښت:

. د پاکستان حکومت د چارشنبې( د اپرېل ۸) په ورځ وویل، چې له خاورې یې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانتینرو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې د روانې اپرېل میاشتې له لسمې نېټې پرانیځي “تمه کیږي چي نن به پر سوداګریزو توکو بار سل ګاډي له چمن څخه د کندهار سپین بولدک ته را واوړي”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي هغه مهال پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا لارې به په اوونۍ کې درې ورځې، دوشنبه، چارشنبه او جمعه پرانیستې وي. له اونیو راهیسې دغو دوو لارو سره د پاکستان خوا کې په سلګونو باري ګاډي چې په خوړو، درملو، مېوه او نورو توکو بار دي ولاړ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، په پاکستان کې د سوداګریزو موټرو په درېدو هره ورځ ۹ مېليونه ډالر جريمه زياتېده. ننګرهار کې چارواکي وایي، ټاکل شوې چې د اونۍ په درې ورځو کې لومړی هغه موټرې تېرې شي چې خوراکي توکي، لکه بوره، غوړي او درمل په کې بار شوي وي.

د مالوماتو له مخې په پاکستان کې په ايسارو زرګونو موټرو کې هغه توکي هم ایسار دي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته تېرېږي او ځايي چارواکي وایي، دې ترازيت ته به هم په دویم ګام کې اجازه ورکړل شي. توررخم او سپین بولدک لارې تر پرونه د ۴ ورځو په مخه د خلکو لپاره هم بېرته شوې وې چې هلته ایسار اتیا زره افغانان ترې خپل وطن ته راستانه شول

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button