نړیوال خبرونه

تورخم دروازه نن خلاصه ده

پاکستان کې د افغان سفارت خبر ورکړی چې نن د اپریل پر ۲۸مه نېټه به د تورخم لار د مسافرو پرمخ پرانیستې وي د افغان سفیر عاطف مشعل پر وینا د تورخم دروازې ترڅنګ به د مې میاشتې په دریمه نېټه، کام ایر هوايي شرکت هم له اسلام اباد نه کابل ته د مسافرو د انتقال ځانګړی پرواز ولري. هغه په پاکستان کې په ټولو بند پاتې افغانانو غږ کړی دی چې سبا ورځ دې د تورخم له لاري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي څو د روژې مبارکه میاشت په خپل هېواد کې په ارامه تېره کړي.

ویل کېږي په اسلام اباد کې د افغان سفیر عاطف مشعل او د پاکستاني چارواکو له لوري په دې پرېکړه شوې چې ګواکې په افغانستان کې بند پاتي پاکستاني او په پېښور کې افغانان به سبا ورځ بېرته خپلو هېوادونو ته واوړي. د معلوماتو له مخې په اسلام اباد کې افغان سفارت دا ګام وروسته له هغې واخیست چې په دې هېواد کې ګڼ شمېر نور افغانان هم بند پاتي و.

په پاکستان کې بند پاتې افغانانو د افغان سفارت د دې ګام ستاینه کړې ده او په راتلونکې کې هم ترې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان له لوري د کرونا ویروس د چټکې پراختیا له کبله د تورخم دروازه نږدې میاشت وړاندې د تګ راتک پر موخه د مسافر پر مخ تړل شوې ده.

له دې وړاندې هم د افغان سفارت په هلو ځلو د تورخم او سپین بولدک دروازه د مسافرو پر مخ د دریو ورځو لپاره برانیستل شوې وې وه چې په هغو دریو ورځو کې ترې شاوخوا ۴۰ زره افغانان هیواد ته راستانه شول.

په لومړیو کې ویل کېدل چې د تورخم له لاري راوښتي ټول مسافر به د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شي،خو هغه پروسه بریالۍ نه شوه.

د یادولو ده چې دا مهال په پاکستان کې ۱۳۲۸۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او په افغانستان کې بیا ټوټل ۱۷۰۳ کسان په کرونا ویروس اخته دي.او عام وګړي یی په تشویش کې اچولي او د خلکو په ژوند ېې ةنفي اثر کړۍ.

له بلېخوا د اروپا په شمول د نړۍ یو شمېر هېوادونه کرنطین کې اسانتیا راوستې.او عام خلک کولۍ شي چې په ازاده فزا کې تګ راتګ وکړي د صحت نړیوال سازمان ګواښ کړۍ چې دغه اساتنیا به په پېښړ کې زیاتوالۍ راولي او او د خلکو په ژوند به بد اثر وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button