اقتصاد او سوداګري

تورخم کې له پاکستانه د ۱۴ موټره بې‌کیفیته کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه

اړوند خبر: 

سلواغې میاشت کې له بېلابېلو ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره بې کیفته تېل بېرته مسترد شوي دي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولن وایي، چې د تورخم بندر له لارې له پاکستانه، هېواد ته د ۱۴ موټره بې‌کیفیته کچالو د واردېدو مخه نیول شوې ده.

یاد ریاست باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي چې له پاکستانه ډیره اندازه وارد شوي کچالو د نباتي قرنطین د مدیریت له‌خوا تر دقیقې کتنې وروسته ارزول شوي، چې د هغو له منځه ۱۳ موټره بېرته پاکستان ته استول شوي دي.

د کرنې ریاست مسوولان له واردونکو سوداګرو غواړي، چې هېواد ته معیاري او باکیفیته کرنیز محصولات راوړي، څو خلک له خوندي او سالمو خوراکي توکو برخمن شي.

یاد ریاست زیاتوي، چې دا لومړی ځل نه‌دی؛ تر دې وړاندې هم له پاکستانه د واردېدونکو بې‌کیفیته کرنیزو توکو د مخنیوي لپاره ورته ګامونه پورته شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button