اقتصاد او سوداګري

تېره ومیاشت کې له رېللارو شاوخوا ۳۵۰ ټنه صادرات او واردات شوي

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د طالبانو د حکومت ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د روان کال په تېر غويي ـ ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره ۸۳۷ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان بندر له لارې ۲ لکه ۴۷زره ۴۲ ټنه د آقینې بندر له لارې ۳۲زره ۱۱۷ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳ زره ۱۶۸ ټنه د خواف-هرات له لارې ۳۰ زره ۵۰۹ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد وارد او صادر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي.

دغه راز په ثور میاشت کې ۱۶ زره ۷۷۲ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي دي.

د یادې اندازې صادراتو لویه برخه وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس شامل دي.

په دې وروستیو کې له افغانستانه د صادراتو او وارداتو کچه په زیاتېدو ده، چې دا چاره د نظر خاوندان د اقتصاد په ځان بسیا کېدو کې هیله مندي بولي.

اقتصاد پوهان ،د صادارتو او وارداتو ارزښت د هېواد د اقتصادي ثبات، نړیوالو اړیکو، او د تولیدي سکتور د ودې مهم شاخص ګڼي.

دوی وایي، که څه هم واردات د داخلي اړتیاوو پوره کولو لپاره اړین دي، خو د صادراتو زیاتوالی کولای شي هېواد ته اقتصادي ځواک، د اسعارو عاید، او د کار فرصتونه برابر کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button