نړیوال خبرونه

تېرو څلورو میاشتوکې څومره سیایون هېواد ته راستانه شوي دي

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مسوولین وايي، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېر پخواني دولتي چارواکي او پانګوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند وايي، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي

د دې کمېسیون ویاند وایي چې د شخصیتونو او سیاستوالو د راستنېدو بهیر روان دی. له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمد الله وثیق وايي:«په سلګونو کسانو دا فورمې ترلاسه کړي دي، دوی وطن ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی دی، تر وخت مخکې نه مناسبه نه بولم چې هغه کسان تراوسه پورې هېواد ته راستانه شوي نه دي او موږ جزییات له رسنیو سره شریک کړو. کله چې هغوی راشي او هغوی وغواړي له رسنیو سره یې هم مخامخ کولای شو او موږ یې هم په اړه معلومات ورکوو.

د طالبانو د اړیکو کمیسون 

د دې کمېسیون ویاند مني چې یو شمېر راستانه شوي بېرته وتلي دي، خو د دې کار لامل شخصي مسایل ګڼي. داسې رپوټونه شته چې تراوسه د دولت وزیري، امان الله غالب او کمال ناصر اصولي په ګډون پنځه تنه بېرته له هېواده وتلي دي. ښاغلی وثیق زیاتوي:«ځينې کسان د تداو لپاره تللي دي، ځينې کسان د خپلو فامیلونو لپاره چې هلته پاتې دي د هغوی د انتقال لپاره تللي دي. په دغې پروسه کې دا ممانعت نشته کوم کسان چې دلته راځي بېرته به له هېواد څخه نه شي وتلای

نور یی ولوله | د سعودي ۶۳ کلن سړي ولې۵۳ ودونه کړي

نور یی ولوله | د پوهنې وزارت وروستیو څرګندونو ته خلکو غبرګونونه

له بلخوا د کندهار د ارغستان ولسوال محمد رحیم، د کاپيسا د تګاب ولسوال او د ولسي پاڅون والو قومندان عبدالحکیم، د زندانونو عمومي رییس جنرال عبدالسلام او د زابل او پکتیا مخکینی امنیه قومندان جنرال نجیب الله سرتېر په وروستیو اوونیو کې هېواد ته راستانه شوي دي. د سیاسي چارو کارپوه امان الله هوتکي وايي:«له دغه کمېسیونه زموږ غوښتنه دا ده چې له ډېرو خلکو سره په تماس کې شي، له نورو خلکو سره په تماس کې شي. او د ولس او ملت او د نورو خلکو څخه هم همکاري وغواړي او هم خلک باید ورسره همکاري وکړي

د سیاسي چارو کارپوه بېژن پور وویل:«د دغه کمېسیون اقدامات په دغو هېوادونو کې دومره محسوس نه وو. یعنې نه استازولۍ شتون درلود او نه هم کومه کړنلاره موجوده وه، نه لارښود چې خلک څه ډول بېرته ستانه شي. د دغه کمېسیون ویاند وايي چې یو شمېر دا کسان د ځمکې له لارې راځي له همدې امله د راستنېدو بهیر پڅ دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button