جالب؛ خبر یاست چې د انسان لومړی انځور کله واخېستل شو؟
په دې لیکنه کې به تاسو ته ډاګه شي چې د انسان لومړی انځور کله او څه ډول واخېستل شو
نن سبا د ټکنالوژۍ پر مټ د عکس اخېستو وسایل دومره پیاوړي چې له لسګونه میله په لرې واټن د انسان څه چې د یوه وړوکي شکل انځورونه ډېر په شفاف ډول اخلي.
نننۍ کېمرو چې څومره پرمختګ کړی او په کوم کیفیت انځورونه اخلي، سرچینه یې د ۱۸۸۳ کال ته ستنېږي چې په لومړي ځل یې د انسان د څېرې عکس واخېست.
د انسان د څېرې لومړنی عکس
دا عکس د ۱۸۳۸ میلادي کال د می پر څلورمه اخستل شوی دی. دا د تاریخ لومړی عکس دی چي د کمرې مخي ته انسان لیدل کیږي. تر دې وړاندي کمره موجوده وه، عکسونه یې اخیستل خو د انسان شکل یې تر دا مهاله نه وو ثبت کړی.
نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي
نور ولولئ: بریتانیا په هوايي ډګرونو کې د څېرو د تشخیص نوي ټکنالوژي ازمايي
دلیل یې دا و چي هغه مهال کمرو د عکس اخیستلو لپاره اته دقیقې ایکسپوژر وخت ته اړتیا لرله. په دې مانا چي کمرې هغه شی ثبتولای شو چي اته دقیقې به ځای پر ځای ساکن ولاړ و، لکه ښار، صحرا، ځنګل او نور، مګر د متحرکو شیانو تصویر یې نه سو اخیستلای، لکه انسان، حیوان، مرغان او نور.
د کېمرې پرمټ د انسانانو د څېرو ثبتول
په ۱۸۳۹ میلادي کال کي louis Daguerre یوه کمره جوړه کړه چي هغه د ایکسپوژر وخت له اته دقیقې څخه پنځه دقیقې ته را کښته کړ. د کمرې تر چمتووالي وروسته نوموړي د خپل اطاق له کړکۍ څخه د پاریس د ښار دا عکس واخیستی. دغه وخت د ښار کوڅې له انسانانو او آس ګاډیو څخه ډکې وې، خو کمرې د (ایکسپوژر وخت د زیاتوالي له کبله) ثبت نه شوه کړای، مګر په دغه کوڅه کي د دوو انسانانو شکلونه کمرې ثبت کړه، ځکه دوی په دې پنځه دقیقو کي له خپله ځایه و نه ښوریدل.
په دې دوو انسانانو کي یو هغه کس وو چي د خپلو څپلیو رنګولو لپاره د څو دقیقو لپاره پر ځای ساکن ولاړ و او دوهم انسان هغه موچي دی چي د لومړي کس څپلۍ یې ور رنګولې.
په دې ډول دا دوه کسان لومړي انسانان دي چي د کمرې په مرسته یې عکس ثبت سوی دی او دې عکس ته یې د Boulevard du Temple نوم ورکړی دی.
په نننۍ نړۍ کې عکس او ویډیو له لرې واټن اخېستل کېدای شي او کیفیت یې هم لوړ وي.