نړۍ خبرونه
رجحان

جان بولټن له بایډن ادارې سره باید له افغانستانه د وتلو حساب وشي

جان بولټن او د امریکا نور سیاستوال د جوبایډن له افغانستانه د وتلو پر پلان په غوصه دي

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره، دغه هېواد ته په سیمه او نړۍ کې ګواښونه ډېر شول. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د دغه هېواد واک یو ځل بیا د طالبانو لاسته لوېدل ددې لامل شول چې د طالبانو په څېر ډلې د امریکا پر وړاندې زړورې شي. امریکايي سیاستوال دغه چاره د امریکا حیثیت ته تاریخي ضربه او شرم بولي.

په ملګروملتونو کې د امریکا پخواني سفیر جان بولټن وايي، د بایډن اداره باید له افغانستان څخه د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې لپاره حساب ورکړي ځکه چې دا د متحدو ایالتونو لپاره یوه له ناورینه ډکه تېروتنه وه.

د امریکا ملي امنیت ته خطر

بولټن پرون (پنجشنبې) په “نیوز لاین” کې وویل، دې وتلو نه یوازې د متحدو ایالتونو ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړ، بلکې “د وتلو بهیر خورا ضعیف و، په دې کې هیڅ شک نشته.”

بولټن زیاته کړه چې اوس مهال د ده اندیښنه دا ده چې بهرني ترهګر بیرته افغانستان ته ستنېږي، «دا هغه څه دي چې په بشپړ ډول یې وړاندوینه کیدی شي او ډیری خلکو یې اټکل کړی دی.»
د امریکا ملي امنیت

بولټن وویل، داسي ښکاري چې د داعش خراسان ډلې او القاعده په څېر ترهګرې ډلې د امریکا په ګډون په لرې سیمو کې د بریدونو توان لري.

«دا له افغانستان څخه پیل شوی، که تراوسه لا امریکا ته رارسیدلي نه وي، ډیر احتمال شته چې دوی متحدو ایالتونو ته په لاره وي.»

نور ولولئ: طالبان: موږ له امریکا سره د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي کړی

نور ولولئ: خلیلزاد د ټرمپ په ولسمشر کېدو به د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې بدلون ومومي

د داعش په ماته کې د طالبانو ادعا

د طالبانو حکومت وايي چې داعش یې ځپلی او د دې ډلې په اړه د لوېدیځوالو او نورو خبرداري له مبالغې ډک بولي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ربیح الله مجاهد  د سې شنبې په ورځ (د اګست په ۱۴مه) له ایرانۍ رسنۍ (ایراف) سره په مرکه کې وویل، “ښایی له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کسان په غرونو یا په سختو ځایونو کې، چې ورتګ اسانه نه دی، په تېښته وي، خو زموږ د ځواکونو له خوا تعقیب کیږي او هیڅ ګواښ نشته، دوی کوم فعالیت نه شي کولی.”
داعش

دا په داسې حال کې ده چې په عراق، سوریه او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې د امریکا نظامي اډو ته ورځ تر بلې خطر ډېرېږي. 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button